یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتقي: زموږ او نړۍ د نیږدې کیدو او د دوه اړخيزو غوښتنو...

متقي: زموږ او نړۍ د نیږدې کیدو او د دوه اړخيزو غوښتنو او لومړیتونو د درک وخت دې

تاند:(یکشنبه ،د ميزان ۲۴مه)‏‌ ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې له هغې غوښت،چې نړیوالو سره ېې د تعامل په برخه کې مرسته وکړي.

ملا متقي په دې لیدنه کې ویلي:« اوس د دې وخت دی چې نړۍ او افغانستان یو بل سره نژدې شي او یو د بل شرایط، لومړیتوبونه او غوښتنې درک کړي او یوناما دا کار ښه کولای شي.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یو لړ ټویټونو کې لیکلي: اوتونبایوا د خپلو خبرو په پيل کې مننه وکړه، چې د طالبانو حکومت ورته د ښه کار شرایط برابر کړي دي.»

سرچینه زیاتوي،د یوناما مشرې وویل، یوناما ستاسې او د نړۍ ترمنځ د پله کار کوي او موږ به خپله نهايي هڅه وکړو چې ستاسې پیغام نړۍ ته ورسوو چې افغانستان څنګه بیاورغوو.

ویل شوي ،چې اوتونبایوا د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ښارونو کې د طالبانو له خوا د بیارغونې د ځینو پروژو د پیل ستاینه وکړه.

د یوناما مشرې همداراز وویل، چې یوناما به خپله ټوله هڅه وکړي چې افغان فنډ بیا ژوندی کړي تر څو د باور وړ بانک پیدا کړي.

د یوناما مشرې زیاته کړه، چې داسې حساس مسایل هم شته چې په کار ده دواړه لوري پرې په ګډه کار وکړو.

 روزا اوتونبایوا وویل، چې افغانستان کې ډېر کارونه روان دي او د دې هېواد انځور یوازې تور او سپین نه دی. دا چې زرګونه زده کوونکي له ښوونځیو تر لوړو زده کړو په زده کړو بوخت دي.

طالبان زیاتوي،چې یوناما یې د ښوونې او روزنې په برخه کې هڅې ستایلي دي.

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې،چې یوناما د خپل مسؤولیت په چوکاټ کې د افغانستان حقایق نړۍ ته ورسوي او دا به ډېره ګټه وکړي؛ ځکه په وینا یې ځینو رسنیو د افغانستان منفي انځور نړۍ ته وړاندې کړی.

متقي د مخدره موادو کښت او قاچاق بله هغه برخه ده چې افغان حکومت توانېدلی پر وړاندې يې په لنډ وخت کې ګټور ګامونه پورته کړي.

د طالب وزیر په وینا، په ګڼو ولایتونو کې ېې امنیتي ځواکونو ته یونیفورم وېشل کېږي چې د امنیت په برخه کې به ډېره مرسته وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د یوناما نوې مشرې ته ډاډ ورکړی چې ټولې ستونزې به اوارې شي او په راتلونکي کې يې د ښو پرمختګونو هیله څرګنده کړه.

دا په داسې حال ده، چې طالب چارواکو د بیا واکمنيدو له پیله یې همداسې عمومي خبرې کړي او د ستونزو د حل ډاډ ېې ورکړی.

له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو تړل، په افغانستان کې د نورو هېوادونو د ترهګرو ډلو فعاليتونه، د ټول ګډونه حکومت تشه،د خلکو او خاصتاً د ښځو د حقونو نقض، بېساری او لا پراخيدونکی اقتصادي او بشري ناورين، بې قانوني او راتلونکي ته نه هیله مندي هغه څه دي، چې د طالبانو د منتقدینو په وينا دوی سترګې ورباندې پټوي او همدا مسايل ورځ تر بلې د نورو بحرانونو سب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب