یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د بوټونو د رانیولو په مهال دا ټکي په پام کې لرئ

د بوټونو د رانیولو په مهال دا ټکي په پام کې لرئ

تاند- پښې ډیرې مهمې دي او د پښو لپاره د ښو بوټونو انتخاب خورا مهم دی. نو د نویو بوټونو د اخیستلو په مهال دا ټکي مه هېروئ.

۱- مازدیګر او ماښام بوټونه مه اخلئ ځکه چې دا وخت پښې پړسیږي یا غټېږي.

۲- بوټ پلورنځي ته تر تګ مخکې خپله هره پښه جلا جلا پر کاغذ کښېږدئ او له شاوخوا یې کرښه راوباسئ، د خپلې پښې نقشه درسره بوټ پلورنځي ته یوسئ. هر ډول بوټونه چې مو خوښ شول اول یې وګورئ چې ستاسو د پښې له نفشې سره سمون لري او که نه. که ورسره برابر نه و، هغه بوټونه اصلاً مه په پښو کوئ.

۳- د بوټونو د رانیولو په مهال هغه جورابې چې ممکن په نویو بوټونو کې ورڅخه کار واخلئ، په پښو کړئ.

۴- دې ته مو پام وي چې د عمر له تیریدو سره د پښو په اندازه کې توپیر راځي، عموماً پښې پلنېږي او غټېږي. د ډیرو خلکو ښۍ پښه تر ګیڼې هغې غټه وي نو د غټې پښې سایز ته په پام بوټونه غوره کړئ.

۵- مخکې تر دې چې د بوټونو لپاره دوکاندار ته پیسې ورکړئ، اول بوټونه په پښو کړئ، ورسره ودریږئ او څو ګامونه واخلئ، پر بوټونو فشار راوړئ او دې ته پام وکړئ چې بوټونه مو یوه سانتۍ لوی دي. که د پښو د ګوتو د نوکونو او پوندې ترمنځ فاصله وي پر پښو مو فشار نه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب