یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط-انو له واکمنيدو سره قبايلو وزارت کوزه پښتونخوا يو مخ هېره...

د ط-انو له واکمنيدو سره قبايلو وزارت کوزه پښتونخوا يو مخ هېره کړې ده

تاند:(یکشنبه ،د ميزان ۲۴مه)‏‌ تاند ته رسیدلي معلومات څرګندوي،چې د طالبانو له بیا واکمنيدو سره د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت يو اصلي کاري لومړيتوب،چې د پښتونخوا قبايلو سره د اړيکو پالل او ستونزو ته ېې د حل هڅې وې، یو مخ له پامه غورځول شوي دي.

د تاند خبریال د طالبانو تر کنټرول لاندې د قومونو او قبایلو وزارت رسمي وېب پاڼه پلټلې، چې له اوږدې مودې راهيسې یې پکې پر ډیورنډ فرضي کرښې د شته قبايلو د ستونزو او پاکستان سره د ناندريو په اړه لږ تر لږه يوه اعلاميه یا خبر نه دی موندلی.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو د دغه وزارت یوه مرستيال له تاجيکستان سره د افغانستان ګډې پولې ته سفر کړی او هلته ېې شته وضعیت ارزولی.

د افغانستان د‌ قومونو او قبایلو وزارت د جوړیدو یو اصلي ضرورت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مېشتو میلیونونو پښتنو ستونزو ته پاملرنه او ورسره د اړیکو تامينول ګڼل کېږي.

تاند هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو نظر تر لاسه کړي، خو بریالی نه شو.

د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، افغانستان ته د ډيورنډ کرښې د پورې غاړې يوازې يوه جرګه کابل ته تللې وه، چې هدف ېې د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې هڅو سره مرسته ښودل شوې وه.

د طالبانو يو شمېر منتقدین د پښتونخوا ملتپالو سره د طالبانو نه اړیکې او د دوی له داعيو او حقونو د نه ملاتړ دلیل پر طالبانو د پاکستان اغېز بولي، خو طالبان په دې اړه تورونه بې بنسټه بولي.

1 COMMENT

  1. ملا ملا جنګ دی : ما مه شمېره
    ملا ملا تلبر دی : ما یو پر دوه شمېره
    داخر کوسان پښتو غیرت انسانیت نه پيژني ، د پر مختګ ، انسانیت اوعلم لوی جاهل دښمنان دي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب