یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند د پنجشېر د بنديانو د دوسيو د څېړلو امر...

ملا حسن اخند د پنجشېر د بنديانو د دوسيو د څېړلو امر وکړ

تاند:(یکشنبه ،د ميزان ۲۴مه)‏‌ د طالبانو رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند د کابل لپاره د طالبانو د والي شېخ ندامحمد ندیم په مشرۍ د يوه شپږ کسيز کمېسيون د ګومارلو امر کړی،څو تر د پنجشېر ولايت د اړوندو بنديانو دوسيې له سره وارزوي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د دوی د بيا واکمنيدو په څه باندې يو کلنه موده کې طالبان د خپلو مخالفانو له لوري په لسګونه ځله د پنجشېر د سلګونه اوسیدونکو په نيولو، وژلو او ورسره په نورو ناوړه چلند تورن شوي دي.

طالبانو بیا په دې اړه تل تر سره شوې ادعاوې رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

د طالبانو چارواکو دغه اعلان په داسې حال کې دی،چې په وروستيو کې پر طالبانو د بشري حقونو د نقض تورونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب