یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان افغانانو ته په ويزه ورکولو کې نوي قيودات اعلان کړل

پاکستان افغانانو ته په ويزه ورکولو کې نوي قيودات اعلان کړل

تاند:(یکشنبه ،د ميزان ۲۴مه)‏‌ په کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزې ورکولو په برخه کې نوي قيودات اعلان کړل.

په دغو قيوداتو کې راغلي،چې وروسته له دې يوازې هغه افغانان د پاکستان د فامیلي ویزیټ ویزې غوښتنليک وړاندې کولای شي،چې يا یې د ژوند ملګرې یا ملګری د پاکستان تابعیت ولري.

د پاکستان سفارت په خپله اعلاميه کې دا هم ویلي،چې د نورو ویزو غوښتونکي بايد د خپل غوښتنليک په اړه په یوه اونۍ کې اړينو پوښتنو ته ځواب ووايي، کنه غوښتنلیک یې لغوه کېږي.

د پاکستان مشهور خبریال طاهر خان په دې اړه غبرګون ښودلی او پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي:« کابل کې دې د هغو ایجنټانو مخه هم ونیسي چې په هره کټګورۍ کې ویزه غواړي د سلګونو دالرو په بدل کې په یوه یا دوو ورځو کې ویزه راوباسي. داسی قوی احتمال دی، چې په دې کار کې ایجنټانو په سفارت او اسلام اباد کې یوه نظام جوړ کړی. د ویزو تجارت کې سفارت، مسولین او اسلام اباد کې چارواکي ناکامه دي او علاقه مندي هم نه لري چې مسله حل کړي.»

دغه مشهور پاکستاني خبريال زياته کړې:« د ویزو په مسله به اوس خاموشه نه پاتې کیږم. هغو افغانانو ته مي خواست دی چې په پیسو یي ویزې اخیستي او یا ترې ایجنټان غواړي ما سره دې ثبوت شریک کړي، که څوک خفه کیږي او که خوشاله کیږي چپ نه پاتې کیږم که هر څه کیږي. په ویزو پیسې اخیستونکي دې شرم وکړي.»

افغان خبريال عمران دانش نوموړي ته لیکلي:«‏‎د پاکستان ویزې یو شمېر کسانو ته لنګه غوا ده.همدا اوس یوه ویزه په ۲۴ ساعتونو کې د 1000 ډالرو په مقابل کې ويستل کېږي.د دې ظلم پر وړاندې غږ پورته کول پکار دي.پاکستان هره ورځ د ویزو د ثبت نام له لارې زرګونه ډالر د مظلومو افغانانو اخلي؛ خو ويزې نه صادروي.»

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته میلیونونه افغانان د پاکستان د ویزو اخیستو هڅې کوي، چې يوه لويه برخه ېې دريږي او لږه برخه خلک هغه هم د زرګونو ډالرو په بدل کې دغه ویزې ترلاسه کولای شي.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه کوم اعتراض يا غبرګون نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب