یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير: بشري مرستې دې زياتې شي، د نجونو د زده کړو...

مولوي کبير: بشري مرستې دې زياتې شي، د نجونو د زده کړو مخالف نه يوو

تاند:(یکشنبه ،د ميزان ۲۴مه)‏‌ د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له نوې ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره لیدلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، نوموړي ویلي چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو ښه کولو په برخه کې د یوناما د ونډې،رول ستاینه کوي او د ژمي تر راتلو وړاندې یې د لا زیاتو بشري مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.

روزا اوتنبایوا له پخوانیو چارواکو سره د طالبانو د تماس کمېسیون کارونه ستایلي او بېرته هیواد ته د متخصصینو او مسلکي کسانو په راستنولو یې ټینګار وکړ.

 نوموړې وویل، د ژمي تر راتلو وړاندې کار کوو چې افغانستان لپاره اړینې بشري مرستې جلب کړو، خو د طالبانو رهبرۍ څخه یې مېرمنو ته د کار او زده کړو د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.

نوموړې، د بیان ازادي او رسنیو فعالیت د ملت او حاکمې ادارې ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو مهم شرط یاد کړ زیاته یې کړه، په ګډه کار کوو ترڅو افغانستان له اوسني حالت څخه وباسو.

 مولوي عبدالکبیر وویل، دا مهال پخواني پنځه لکه مامورین او مسلکي کسان په ادارو کې پر دندو بوخت دي او د دوی حکومت همه شموله دی، ځکه په خبره ېې د مختلفو قومونو استازي په مختلفو برخو کې پر دندو بوخت دي.

د نوموړي په خبره، طالبان د شرعي اصولو په چوکاټ کې د ښځو د کار او زده کړو مخالف نه دي او تر شپږم ټولګیو پورته د نجونو ښوونځيو پرانېستو لپاره هم مشورې روانې دي.

نوموړي وویل، سمدستي رهبري شورا او د کابینې غونډه په لویو مسایلو کې د طالبانو رهبرۍ ته مشورې ورکوي او د یوې لویې مشورتي شورا پر رامنځته کېدو هم کار روان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب