یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+هالنډ او نامیبیا خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه

هالنډ او نامیبیا خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۴ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام د لومړي پړاو سیالۍ نن د نامیبیا او سریلانکا د لوبډلو په سیالۍ پیل شوې.

د نامیبیا لوبډلې ۲۰ آوره نړیوال جام سیالیو په دې لومړۍ مسابقه کې سریلانکا ته پر ۵۵ منډو ماتې ورکړه.

په آسترالیا کې د پیل شویو ۲۰ آوره لوبو په لومړۍ لوبه کې د نامیبیا لوبډلې د ۷ لوبغاړیو پر سوځېدو د جان فريلینک د ۴۴ چټکو منډو پر مټ  ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

سرلانکا ټاکلې موخې ته ونه رسېده او ټوله لوبډله یې په ۱۰۸ منډو کې وسوځېده.

په دوهمه سیالۍ کې نیدرلنډ (هالنډ) متحده عربي اماراتو ته په ۳ ویکټونو او یوه توپ ماتې ورکړه.

د نړیوال جا په لومړي پړاو کې ۸ لوبډلې برخه لري، چې په دوو ګروپونو کې سره ولوبیږي. په الف ګروپ کې سریلانکا، نامیبیا، عربي متحده امارات او هالیند او په ب ګروپ کې ایرلیند، ویست اندیز، سکاتلیند او زیمبابوې برخه لري.

له هر ګروپه دوه دوه لوبډلې دوه یم پړاو ته لار مومي او هلته به له د افغانستان په شمول له ۸ لوبډلو سره یو ځای کېږي.

د ۲۰۲۲ شل اوره نړیوال جام دوهم پړاو لوبې د تلې پر ۳۰ د افغانستان او انګلیند ترمنځ پیلېږي.‌

افغانستان په لومړي‌ ګروپ کې له کوربه هېواد آسټرالیا، انګلستان او نیوزیلیند سره دی او دوه نورې لوبډلې به له دې پړاوه ورسره یوځای شي.

په دوهم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي آفریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار وموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب