پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۱۸)

د سپټمبرپر اووه ویشتمه سهارښاغلی احمدصمیم اوحاجي ظاهرجان څرک کورته راغلل. لنډ مجلس موسره وکړ، ځکه مااوکاکااسدالله د حبواخندزاده هدیرې ته دتلو وعده کړې وه.دسپټمبرپراته ویشتمه مي دسهارچای په عینومېنه له حاجي عبدالله سره وچښلې. کاکا هم هورې راغی اومادشنختي متن وروسپاره. پرنهه ویشتمه مو له خطاط علي احمدقانع سره وکتل دشنختي دلیکلوکارئې بشپړکړی وو اوځیني ځایونه مې چي سمېدل غوښتل، وروښوول.

دسپټمبرپردېرشمه سهاروختي دانجنیرننگیالي د ورېرې فاتحې ته ورغلم. فاتحه دخرقې شریفي دکوڅې په مسجدکي وه. انجنیرننگیالی مي پخپله په سترگه نه سو. ترفاتحې وروسته میربازارته دملامحمد جان اخوند(رح)زیارت ته ولاړم. دمیربازارکلی دکندهارښار لویدیځ ته پروت دئ. لارئې دسرپوزې غره په لمن کي ترچهل زینولاندي تېره سوې ده. سړک ئې ډامبرکړی دئ خو دنوروسړکانوپه شان ئې بیا د ترمیم چارو ته چافکرلاهم نه دئ کړی. ددغه غره په لمن کي د والي ډاکټر توریالي ویسا په اراده یو تفریحي پارک جوړسوی دئ. دپارک موقعیت ډېرښه ځای دئ او دارغنداب ناوه ټوله ترلاندي ده. ماځیگرنی غروب له دغه ځایه ډېره په زړه پوري تماشه لري. خو پارکونه روزنه غواړي، روزنه وپالنه که ئې ونه سي، گلان او چمنونه ئې وچېږي. دغه پارک هم دوچېدوترخطرلاندي راته ښکاره سو. ملامحمدجان اخوند اصلاً دکدني اوپه قام نورزی وو. وفات ئې په ۱۲۶۶هـ ق کي واقع دئ. مفتي غلام سرورلاهوري دخزینة الاصفیاء د لومړي ټوک په ۷۰۸ مخ (چاپ نولکشور)کي دده دوفات نېټه په ” خورشیدعلوم” او ” شیخ الحرم عابد” کي موندلې ده چي ددې دواړو تاریخي مادوابجدي ارزښت ( ۱۲۶۶هـ ق) کېږي. دکندهاریوه اولسي شاعر ملامحمدعیسی حکیم په یوه اوږده سندره کي داولیاوو یادونه کړې ده اودهغې په یوه بندکي ئې دملاجان محمداخوندله نامه د”پیر” لقب هم راوړی دئ.[1] دی وایي :

معلوم هـــــــــــــــــــــــورې محمودغزنوي دئ یادگار

هورې تابوت دجــــــــــــــــــــــــــمع [2]اولیاءدي ښه تیار

(را)کښته ئې قــــــــــــــــــــــلات باباخالاپرطبق سار

(بل) کښته ئې اخندصاحب،بولق صاحب رویدار

سخي شــــــــــــــــــاهِ مسعودپه خاکرېزکي ئې دربار

هلَته امامان وشــــــــــــــــــــاغنډان، خواجه شنبار؟

هورې سلطان عطابابا، خـــــــــــــوجک بابادښار[3]

دوخاک و یکه خاک واحــــــــــــــــــــمدشاه دقندهار

خــــــــــــــواجه عاقل بابا و (بل) باقل خواجه سوار

ناظــــــــــــم مُلا حسن، پیرمحمدجان دمیربازار

دادنیاتېرېږي ځني تللی مـــــــــــــــــوجـــــــــــــــــانان

کډي دي بارېږي نیازمن ټــــــــــــــــــوله سوه روان[4]

سخي حاجي گلون دئ په سوزني کي حسین شاه

دمیربازاراخوند کورنۍ اوس هم همدلته اوسي اوځانونه سیدان بولي.

زه میربازارته پخواډېرراتلم. مشره خورمي څوکاله دمیربازار زیارت ته نزدې دملک یارمحمدپه کلي کي اوسېدله. له روسانوسره دجهادپه کلونوکي زمامحترم اشنا حاجي اخترمحمدخان معلم صاحب هم په دغه کلي کي اوسېدی. زه چي به له کابله کندهارته راغلم، حاجي معلم صاحب به هرومروکورته بېولم. هغه وخت دغه کلی له دولتي حاکمیت څخه وتلې سیمه وه.

[1] وگ : انجمن عشاق ــ ۸ مخ

[2] په اصل کي (جم) لیکل سوی دئ.

[3] له ښارڅخه مراد د کندهارښاردئ. هوتک

[4] دغه بیت په هربندکي تکرارراځي اوورپسې نیم بیتی ئې په هربندکي بېل بېل نومونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب