شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهد بلوجستان د ازادۍ پوځ وايي په ۷ حملو کې یې د...

د بلوجستان د ازادۍ پوځ وايي په ۷ حملو کې یې د پاکستان پوځ ته درنه مرګ ژوبله اړولې

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۴ مه) په پاکستان کې د دولت یوه وسله واله مخالفه ډله ادعا کوي چې د بلوچستان ایالت په بیلابیلو سیمو کې یې د پاکستان پر پوځ اووه بریدونه کړي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې تېره شبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بلوچستان په تربت، تومپ او پنجګور کې لارې او عمومي سړک بند کړی، ۵ پوځیان یې وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ادعا شوې چې دوی تېره شپه د پنجګور په سارادوک سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز له دوو خواوو بریدونه کړي او د دې یو نیم ساعته جګړې په ترڅ کې د پوځ درې سرتیري وژل شوي او لږترلږه ۴ نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز وايي چې تېره شپه یې ځواکونو د پنجګور په واشبود سیمه کې عمومي سړک بند کړ او په ساعتونو یې تلاشي اخیستې ده.

دوی همداراز په څو نورو ځایونو کې د بریدونو ادعا کړې ده.

د پاکستان پوځ تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې تازه ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...