چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهمتقي: روسیه دې د چاپېریال او ځنګل ساتنې په برخه کې زموږ...

متقي: روسیه دې د چاپېریال او ځنګل ساتنې په برخه کې زموږ کارکوونکي وروزي

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۱مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د روسیې د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د هغه له ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف څخه غوښتي چې د چاپېریال ساتنې او ځنګلونو د خوندیتوب په برخه کې د دوی د اړوندو ادارو کارکوونکي وروزي.

د ښاغلي متقي دفتر ویلي، چې نوموړي کابل ته د روسي استازي د سفر پر مهال، د طالبانو او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوو اړخیزونو اړیکو، اقتصادي همکاریو، د اقلیم بدلون په برخه کې همکاریو او د طالبانو او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.

متقي ویلي، افغانستان سره له دې چې د ګلخانه‌يي ګازونو تولید کې برخه نه لري، اما د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو څخه خوندي نه دی.

2 COMMENTS

  1. د الله تعالی نېکبخته،
    ملا سړی وې چېرته به غلی د پېغمبر (ص) پء وراثت وای. تا ته چا ويل چې مين شه.
    پنجاب درباندې داسې نخرې وکړې چې په عين وخت خپله له امريکا سره د يو متحد په توګه او هم يې تاسې ورته مخالف وروزلئ. له بل لورې يې پر چين او هم يې د ايران په وساطت پر روسيه خرڅ کړئ. دا دې د ټ،ل جهاد ثمره ده چې د لويو لوبو ښکار شوې.
    ته چې له روسيه سره دوستي کوې او له امريکا سره دښمني او له بل لورې مياشتېنۍ کڅورې هم ترې اخلې او هم روسانو ته سترګک وهې، نو دا يارانه مو څنګه شي؟
    روسيه ، چين، ايران او پاکستان ټول په شريکه د اشرف غني مخالف ول او ته له يوې مخې د دښمنۍ چيغې وهې او له بل لورې ترې پيسې اخلې، نو پيسې خو څوک د خدای لپاره چا ته نه ورکوي، نو دا د خپلواکۍ دعوې دې هسې تشې خبرې دي.

  2. لوی خر ندیم خلک له مسکو نه دلوست او زدکړو لپاره منع کوی کوټی یې له مسکو نه د روزلو مرسته غواړی دا ده شرعی حکومت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب