چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهافغانستان بانک: د « تروریزم» د تمویل د مخنیوي مقرره جوړوو

افغانستان بانک: د « تروریزم» د تمویل د مخنیوي مقرره جوړوو

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۱مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک چارواکو ویلي، د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې د تروریزم د تمویل د مخنیوي په ګډون پر ځینو موضوعاتو د مقررو جوړولو په تړاو خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي، چې دا غونډه د بانک لپاره د طالبانو د رژیم د سرپرست هدایت الله بدري په مشرۍ ترسره شوه.

د افغانستان بانک د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان بانک سرپرست، د پولي سیاستونو، د بانکي سکتور د وضعیت، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او رامنځته شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.

په ناسته کې همدارنګه، د پولي سیاست د کاري کړنلارې، د ۱۴۰۲ مالي کال د دویمې نیمایي لپاره د پولي سیاست د اجمالي پلان، د بېړنیو نقدي مرستو کړنلارې، د اسلامي بانکوالۍ د کړنلارې، د الکترونیکي پیسو د مؤسساتو د تنظیم او څارنې د مقررې، له ساحې څخه بهر د تعقیب او څارنې کړنلارې، د پیسو وینځلو او تروریزم د تمویل پر وړاندې د مخنیونکو اقداماتو او مسئولیتونو د مقررې، د اسعارو د لیلام مقررې، د افغانستان بانک د داخلي ورکړو (اداینو) د عملیاتو مقررې، د مالي اجارې تنظیم او څارنې مقررې پر تعدیلونو خبرې شوې او د اړوندو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د افغانستان بانک چارواکو په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

 سرچینه زیاتوي:د افغانستان بانک د عالي شورا په ربعوار ډول په کال کې څلور ناستې ترسره کوي او د بانک د سیاستونو، کړنو، اجراآتو او لاسته راوړنو په اړه پکې خبرې کېږي او د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي تېره اوونۍ نړیواله ټولنه تورنه کړه، چې له ترهګرۍ څخه روښانه تعریف نه لري او د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره له دې نوم څخه استفاده کوي.

دوی نه دي ویلي، چې خپله د طالبانو رژیم له « تروریزم» څخه څه ډول تعریف لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب