Homeخبرونهاشرف غني او ګڼو افغان څېرو پر محسن داوړ برید غندلی

اشرف غني او ګڼو افغان څېرو پر محسن داوړ برید غندلی

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۱مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼو افغان څېرو په شمالي وزیرستان کې پر ملتپال پښتون سیاستوال محسن داوړ د پاکستاني ځواکونو نننی برید غندلی.

ښاغلي غني په خپله ایکس پاڼه کې محسن داوړ د استبداد ضد او خپلو خلکو ته د بشري حقونو د غوښتلو مبارز ګڼلی.

هغه زیاته کړې: زه باور لرم پدې ظالمانه اعمالو د ازادۍ غږونه نشي بندولی، هر څه بدلیدونکې دي، د جبر او استبداد دا ټغر به اخر ټولېږي.

د اشرف غني د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرالله صالح او هغه ته نورو نژدې څېرو، ګڼو افغان فعالانو او پښتنو ملتپالو هم پر محسن داوړ برید غندلی.

د محسن داوړ په مشرۍ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند ویاندې بشره ګوهر د پېښې عاملانو ته سزا غوښتنه کړې ده.

داوړ نن په شمالي وزیرستان کې له خپلو پلویانو سره یو ځای د پارلماني ټاکنو د پایلو د اعلان د ځنډ پر ضد اعتراض کړی و، چې پاکستاني پولیسو پرې ډزې کړي او پر ده سربېره یې د هغه ۸ پلویان ټپیان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...