شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهیوې زلزلې چې مرکز یې تالقان ته نژدې و، شمال ختیځ ولایتونه...

یوې زلزلې چې مرکز یې تالقان ته نژدې و، شمال ختیځ ولایتونه ولړزول

تاند (شنبه، د دلوې ۲۱ مه) د جرمني د زلزله پېژندنې مرکز د افغانستان د تخار ولایت مرکز تالقان ته نژدې د یوې زلزلې، چې شدت یې دریښتر په کچه ۵ درجې و، راپور ورکړ.

د دغه مرکز پر اساس، دا زلزله نن (شنبه) د افغانستان د شپې په ۸ بجې او ۴۴ دقیقې وشوه.

د زلزلې مرکز تر مځکې ۱۴۰ کیلومتره لاندې ښوول شوی. او له همدې کبله یې ټکانونه پر مځکه شدید نه و.

د اروپا د زلزله پېژندنې مرکز هم د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۵ درجې ښوولی دی.

د اروپا د زلزله پېژندنې د ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز له تالقان ښاره ۴۰ کیلومتره لېرې په فرخار ولسوالۍ کې و.

تراوسه پورې د دې زلزلې له کبله د سر و مال د تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب