جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

وروستۍ برخه (۳۰)

ماپښین ددوبۍ ښارموزیم ته ولاړم. موزیم ئې ډېرغني موزیم نه دئ خو کتونکوته په دوبۍ کي دنیمي پېړۍ پخواژوندیو انځور ورښیي اوپه ترڅ کي ئې دنزدې نیمي پېړۍ په اوږدوکي ددغه هیواد حیرانوونکې ترقي اوپرمختگ هم . ددغه موزیم له کتلو وروسته د چا ذهن ته دا فکر تداعي سي چي انساني ماغزه اولاسونه که د دنیا د مدنیتو د تباهۍ او ورانولو استعداد لري، نو ددغه شان خارق العاده پرمختگ دایجادولو وس اوطاقت بیاهم لري. کشکي دغه اشرف المخلوقات دتل له پاره د ورانولو له عادت سره خدای په اماني کړې وای. ددوبۍ موزیم په هغه کلاکي جوړسوی دئ چي څه باندي شپېته کاله پخوا ددغي سیمي د واکمن شیخ کور وو.

دبرج خلیفه شاوخواودانۍ
دبرج خلیفه شاوخواودانۍ

د موزیم کتني ترنیم ساعت لږ وخت ونیو او څوعکسونه به ئې دلته هم رانقل کړم .

داکتوبرپر دوه ویشتمه مي کاناډاته دراتگ تیاری ونیو. زوی ته مي دالوتکي درسېدو وخت اودالوتني نمبر په تیلفون کي ورکړل. دشپې پر لسوبجوگران مسعودگلالي ددوبۍهوایي ډگرته راورسولم. بار مي تر ټاکلي اندازې زیات وو او دغه زیاتوالی دکتابوله اسیته وو. څه کم نوي ($ 90.00)امریکایي ډالره ئې نور راڅخه واخیستل. ماغوښتل چي په دوبۍ کي خپل دټکټ وخت لږڅه رامخته کړم، خو ومي نسوای کولای او مجبورسوم چي نوی ټکټ واخلم. نوی ټکټ مي خوریي په ډیلټااېرلاین کي واخیست خوزمادسفرالوتکه (KLM) وه. ډیلټابه غالبا مسافرپه کې ایل ایم کي استول. ترامسټرډامه مي سفرسره له دې چي دپښوله درده یوڅه ناارامه وم، خوپه مجموع کي مستریح وو. دغه ښارته پرمحلي وخت دسهارپرشپږبجې راورسېدم. چای مي دهوایي ډگرپه یوه رستورانت کي وچښلې. زماپه بورډینگ پاس کي ئې ټورنټو ته د الوتکي دروازه (F-8) کښلې وه خوعمومي سکرین چي مي وکوت ، دغه دروازه الیشه سوې وه اوټورنټوته ئې مسافرله (E-5) دروازې څخه ښوولي ول. ځان مي ټاکلي دروازې ته ورساوه اوتر اووساعتو وروسته دټورنټوپه پېرسن نړۍ وال هوایي ډگرکي الوتکه راکښته سوه. زوی مي ذکي هوتک میدان ته راوتلی وو. کورته دراتگ پرلارئې دکورنۍ دروغ جوړله بابته اطمنان راکړ اوزمادسفرجریان هم پرهمدې ځای پای ته ورسېد. څوورځي وروسته دکتابوهغه پارسل هم راورسېد چي په کوټه ـ بلوچستان کي مي دخپل اخښي حاجي علي احمدپر غاړه اچولی وو. د شپېتوکتابوپه حجم یوغټ پارسل دئ او که خدای کول ښه زیات وخت مي مصروف ساتلای سي.

(پای)

محمدمعصوم هوتک

دنومبر ۱۷ مه ۲۰۱۵ع

آشاواــ انټاریوــ کاناډا

دسیمینارپه ورځوکي انگرېزي ژبي مېډیا دغه مطلب خپورکړی وو.

#AceSocialNews – Sept.13: Writers, poets, intellectuals, authors and literary figures have demanded the government to make Pashto an official and educational language.

Speakers at the World Pashto Conference spoke at length on the importance of mother-languages and urged the federal government to grant national and official status to all languages in the country.

Pashto Academy Quetta organised a three-day Pashto International Conference “Pashto Language and Globalisation, Challenges and Possibilities” at a local hotel in Quetta on Saturday.

Governor Balochistan Muhammad Khan Achakzai while inaugurating the conference termed the mother-language imperative for the promotion of education and success of a society.

Renowned Pashto literary personalities from Kabul, Kandahar, Canada, Germany and various parts of the world participated in the conference, which thoroughly discussed history, the importance of, and challenges to, the Pashto language.

Prominent among those who participated in the Conference were Pashto Academy President Syed Khair Muhammad Arif, Muhammad Masoom Hotak from Canada, Wali Muhammad Achakzai from Germany, Habibullah Rafi from Kabul Afghanistan, Professor Dr. Fazal Rahim Marwat, Vice Chancellor Bacha Khan University Charsada, Abdul Ghafoor Lewal from Afghanistan and others.

“Committed nations make their dead languages alive,” Muhammad Khan Achakzai said while referring to various ancient languages around the globe. He pointed out that Pashto was neither an educational nor official language, but Pashto-loving personalities were still publishing books in Pashto, despite the odds.

Pashto writers, poets, intellectuals, journalists and authors presented their papers during the conference and thoroughly shed light on the history and importance of Pashto language. “Everyone has to work hard for promotion of Pashto,” Habibullah Rafi, a writer from Afghanistan told the participants of the conference. The conference will continue till September 14.

Original Article: http://www.dawn.com/news/1206728/world-pashto-conference-speakers-demand-national-official-status-for-pashto

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب