یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهوسله والو په هلمند کې یوه ښوونځي ته اور اچولی

وسله والو په هلمند کې یوه ښوونځي ته اور اچولی

تاند(شنبه، د ثور۲۵) نامعلومو وسله والو د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوځولی دی.

د نهرسراج څو تنو اوسېدونکو  او د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویندوی زمان همدرد دا پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د نهرسراج ولسوالۍ د سمینار سیمې ښوونځی تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا وسوځول شو. 

ښاغلی همدرد وايي چې وسله والو د ښوونځي ودانۍ او کتابونو ته اور ورته کړی دی. په په هغو تصویرونو کې چې د هلمند امنیه قوماندانۍ خپاره کړي لیدل کېږي چې د درسي کتابونو ترڅنګ د قرآنکریم نسخې هم سوځېدلي. 

د افغانستان په ناامنه سیمو، په تېره په جنوبي ولایتونو کې تر دې مخکې هم ګڼ شمېر ښوونځي ښوونځي سوځول شوي یا په بمونو نړول شوي دي.

په تېرو کلونو کې د ښوونځیو د ویجاړولو پړه په طالبانو اچول کېده خو په وروستیو کلونو کې طالبانو رسماً د ښوونځیو له ویجاړېدو سره مخالفت کړی دی.

1 COMMENT

  1. پرټالبانو به دا درې ورځې څنګه په سختي تېرې شوي وي ؟ دغو حرفوي قاتلانو ته به خوب هم نه وي ورغلي . آخر یې زړه د شکر درې پر ملا امام ، د کابل جلال آباد لویه لار کې په بم ایښودلو او د هلمندیانو پر ښوونځي یخ کړ.
    د الله ج او ټول مسلمه امت لعنت دې وي پر ټالب خوارجو او د پنجاب پر بې ننګه مزدورانو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب