Homeخبرونهپه کونړ کې یو شمېر ځوانان په خپل لګښت سړک جوړوي

په کونړ کې یو شمېر ځوانان په خپل لګښت سړک جوړوي

تاند(شنبه، د ثور۲۵) په کونړ ولایت کې یو شمېر ځوانانو د سړکونو، ویالو او کوڅو د جوړولو لپاره اشر کړي او همداراز یې ژمنه کړې چې په خپل ولایت کې به د ټولګټو پروژو ساتنه کوي.

د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد او د نورستان د مرکز پارون ترمنځ د کونړ د شګۍ د سیمې ځوانانو د حکومت او موسسو له ملاتړه پرته په خپل لګښت او زحمت د سړک جوړولو ته ملاوې تړلي دي.

دوی سره له دې چې د سړک جوړولو لپاره عصري وسایل نه لري خو له سطلونو، زمبېلونو او بېلونو څخه په استفادې سړک ترمیموي.

تر دې وړاندې د دایکنډي د یوه کلي اوسېدونکو خپل کلیوالي سړک په ورته ډول په اشر جوړ کړ. همداراز د خوست او پکتیا په څو سیمو کې ځوانانو راز راز ټولنیز کارونه بې پیسو وکړل.

د کونړ د شګۍ د سیمې ځوانان وايي، په خپل لګښت او خولو خپل سړک جوړوي او په دې توګه غواړي ولس ته د سړکونو او نورو ټولګټو پروژو اهمیت وښيي.

هغوی وايي، سړکونه او نورې پروژې په ټول ولس پورې تړاو لري او باید ولس د هغو په جوړولو او ساتلو کې برخه واخلي.

دغو ځوانانو د سړک د جوړولو لپاره په خپلو پیسو سمینټ، شګې او نور وسایل رانیولي او د اشر په ډول یې جوړوي.

د اسعداباد – پارون سړک ۴۰ کیلومتره د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ په اساسي ډول پوخ جوړ شوی و خو ماینونو او چاودنو ویجاړ کړی دی.

د کونړ او نورستان چارواکي وايي چې حکومت د دې سړک، چې اوږدوالی یې ۱۰۰ کیلومتره دی، د جوړولو لپاره بودجه منظور کړې او ښايي په لنډ وخت کې کار پرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...