سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهشمال کې د وارداتي برېښنا د پایو الوځوونکي ونیول شول

شمال کې د وارداتي برېښنا د پایو الوځوونکي ونیول شول

تاند ( شنبه، د ثور ۲۵ مه)  سرچينې وایي، ملي امنيت په همکارۍ پولیسو هغه پنځه تنه ونیول چې په بمونو یې د برېښنا پایې الوځولې وې.

د معلوماتو له مخې دا کسان د کابل-پروان ولایت نښتو ساحه کې نیول شوې دي.

کورنیو چارو وزارت هم تائیدوي چې د وارداتي برېښنا د پایو الوځوونکي پنځه کسان نیول شوې دي.

ورته مهال وسلوالو طالبانو ویلي دوی د وارداتي برېښنا پایو په نړولو کې هېڅ راز لاس نه لري.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د حکومت په سیمو کې د پایو نړول ددوی کار نه دی.

ډاکټر نعیم زیاتوي چې دوی دغه ډول ورانکاره فعالیتونه چې عامه تاسیساتو ته زیان واړوي نه ترسره کوي.

که څه هم طالبان د عامه تاسیساتو د ساتنې خبره کوي خو ویل کیږي چې په تېر کې طالبانو د لویو لارو د سړکونو، پلونو د بمونو پر الوځولو سربېره؛ ډیری ولایتونو کې د ښوونځیو ودانیو ته هم اورونه ورته کړي دي.

تازه تېره ورځ ناوخته د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالي کې یو ښوونځی سوځول شوی دی.

د برېښنا د پایو نړولو کې د طالبانو د نه لاس لرلو خبره داسې مهال ده چې دې وروستیو کې څو ځله د کابل په ګډون په شمالي ولایتونو کې د برېښنا پایې نړول کیږي او حکومت ته یې د میلیونونو افغانیو د تاوان ترڅنګ د ډیری ولایتونو برېښنا نه وي.

که څه هم افغان حکومت دا د طالبانو کار بولي خو دغه ډلې لاس لرل پکې رد کړي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، د وارداتي برېښنا د نړول شویو پایو د ترمیم چارې په چټکۍ سره روانې دي.

1 COMMENT

  1. دوی له دې داسې سزا ورکړي، چې ټول عمر له داسې کار بیا ونه کړي.
    مور او پلار تربیه نه ده ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب