سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+ګاو کوش | حبیب الرحمن رحیمي

ګاو کوش | حبیب الرحمن رحیمي

ورېځې د پاسه پرې دمه کیږي، واورې په کې ټوليږي، سیندونه ترې بهیږي، سړې وږمې یې طبیعت تازه ساتي، بوټي په کې  زرغونیږي، ونې هم د رنګینو ګلونه په کې غوړوي، له لرغونې زمانې یې انسان په غېږ کې ژوند کړی دی، خاطرې یې ورسره ملې دي، حماسې یې منځ ته راوړې دي او همدا شان اسطورې یې ذهنونو ته سپارلې دي .

خو نېکمرغه چې دې نوموړې الهي ډالۍ پراخه برخه زموږ خاورې ته ورکړل شوې ده، د ځمکې هغه ساحې چې نسبي غونډیو ته لوړې وي، ځوړتیا یې زیاته ده، معمولا له ۶۰۰ مترو څخه لوړې وي، په مختلفو دورو کې منځ ته راغلي وي، له تخریب سره هم ملې وي، که څه هم د بڼې، کچې، لوړوالي، اوږد والي او نورو له مخې بېل دي خو تر نورو ځانګړنو یې ډېره بېله نومښودنه ده.

خبره مې پر ګاوکش راټوله وه؛ هغه غر چې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د بېکسمند او ګوډه سیمو ترمنځ پروت دی چې د مرکزي چک  حوزه له ګوډه حوزې څخه بېلوي، په سیمه کې ښه څړځای بلل کیږي، د وحشي ژوو لپاره هم ښه پناخای دی، غرني مرغان هم په کې وخت ناوخت لیدل کیږي، یوه اندازه کرنیزې ځمکې هم په کې شته ده او پدې ورستیو کې یې له اوږې څخه د کابل ګوډه سرک هم تېر شوی دی .

د نوموړي نوم د نوم  د څېړنې په موخه مې دې ته ورته دوه نورو نومونو ته سر ورښکاره کړی دی، لومړی یې  د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ششګاو یا شجګاون په بڼه ترکیبي نوم دی چې د شج او ګاو یا ګاون نوم دی چې شج یې یخ او ګاو یې د ځای په مانا دی، دویم یې د هندوکش نومونه ده ؛ چې د هند او کوش د دوه کلیمو په پیلو جوړ شوی اسم دی چې په ترتیب سره اوبه او غر یا دې لاسوند د لاښې پیاوړتیا لپاره هندوانه یا ابګینه هم راوړو.

د دواړو نومونو له پرتلنې څخه ورستاړو په جوړې دا نوم( ګاوکش) رامنځ ته کیږي چې د( ځای غر ) نوم به د اوس وخت په پښتو ترې راووځي خودلته د فولکوریکي څېړنو پربنسټ د ځای غر به له دې مخې وي هرهغه څه چې په خپل ځای پاتې کیږي،د وړلو وړ نه وي، درانه او سخت وي ځایي یا جایي ورته وایي د لاښې څرګندتیا په پار د پښتو ژبې دا متل را اخلو وایي چې ( تيږه پر خپل ځای درنده وي)،څرنګه چې دا غر د سیمې نورو غرونو ته بېلې ځانګړنې لري هم لوی او اوږد دی نو ځایي غر یا سخت غر هم ورته واویو .

بل تعبیر دا هم ترې کېدای شي چې د لویو مهاجرتونو پر وخت کومو خلکو چې له دې لارې وړاندې تلل د سیمې طبعي سرچینې به یې تر پام ښې ورغلې وي،له غره به ورته اوړېدل ورته ستونزمن وو، همدلته به یې نور د کوچ څخه لاس اخستی وي یا به د دمې لپاره څه وخت پاتې شوي وي چې نسبي یا دایمي به ځایي شوي وي څرنګه چې دا وروستاړی د هندوکش د وروستاړي سره یو شی دی شاید ډېر لرغونې زمانې ته ور وګرځي چې دا نومونه د د نوم د ظاهري جوړښت له مخې ورسره همزولې وي .

ماخذونه :

۱-ټول افغان وېب پاڼه،لوګر، لوی غر او لوکرنا، دپیړیوپیړیولرغونی او کولتوري ټاټوبی،عبدالرحمان  حبیب زوی .

https://www.tabiat.ir۲-

۳- د پښتو ژبې اړیکې له اریایي ژبو سره د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی