پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد داعش د همکاري په تور نیول شوی ولسوال وتښتېد

د داعش د همکاري په تور نیول شوی ولسوال وتښتېد

تاند(سې شنبه، د حمل ۸ مه) په تخار ولایت کې د طالبانو یو ولسوال، چې له اسلامي دولت یا داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی و، وتښتېد.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د تخار د دشت قلعه ولسوال عبدالقادر د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له اسلامي دولت یا داعش سره د همکارۍ په تور په خواحه غار ولسوالي کې ونیول شو خو د یکشنبې په ورځ په تېښته بریالی شو.

سرچینې وايي چې داعش د طالبانو په منځ کې ژورې ریښې کړي او د عبدالقادر تېښته د طالبانو په منځ کې د داعش د نورو غړیو له همکارۍ پرته ممکنه نه وه.

مخکې تر دې چې طالبان افغانستان ونیسي، ډېرو لوېدیځو رسنیو او چارواکو اټکل کاوه چې داعش به د طالبانو په وړاندې په یوه قوت بدل شي.

که څه هم تراوسه پورې داعش طالبانو ته کوم جدي ګواښ نه دی پېښ کړی خو د طالبانو افراطي اقدامات به له طالبانو څخه د خلکو کرکه نوره هم زیاته کړي او د خلکو خوابدي به د داعش په شان ډلو ته د پرمختګ لاره هواره کړي.

طالبانو په وروستیو کې د نوي یمې لسیزې په شان افراطي اقداماتو ته زور ورکړی او هغه خوشبینۍ یې پای ته رسولي چې ګومان کېده طالبان بدل شوي دي.

ځینې ناتایید شوی راپورونه وايي چې داعش د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د خلکو د جذبولو هلې ځلې زیاتې کړي او هر تن ته د میاشتې ۳۰۰ ډالره معاش ورکوي. سره له دې چې په اوسني بد اقتصادي وضعیت کې پیسې مهمه انګېزه کېدای شي خو له طالبانو د خلکو نارضایتي ښايي تر بل هر شي زیات د داعش له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب