پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهقاهره د افغانستان د روغتیايي سیکتور په اړه د نړیوالې غونډې کوربنه...

قاهره د افغانستان د روغتیايي سیکتور په اړه د نړیوالې غونډې کوربنه ده

تاند(سې شنبه، د حمل ۹ مه) د مصر په پلازمېنه قاهره کې په ۲۰۲۲ کې د افغانستان د روغتیايی سیکتور د لنډمهالو لومړیتوبونو په اړه درې ورځینۍ غونډه پیل شوه.

د روغتیا د نړیوال سازمان او یونسیف له لوري دا غونډه چې، نن سې شنبې پیل شوه د مارچ تر یودېرشمې یعني د جمعې تر ورځې دوام کوي او په لړ کې يې د راتلونکو ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې د افغانستان د روغتیايی سیکتور پر لومړیتوبونو خبرې کېږي.

په دې غونډه کې د روغتیا د نړیوال سازمان، یونسیف، قطر، افغانستان، مرستندویو هیوادونو او موسسو پلاوي ګډون لري.

د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته لسګونه ملیونه افغانان له لوږې او سو تغذیې سره مخامخ شوي دي.

د قاهرې په غونډه کې د افغانستان د روغتیايی سیستم لپاره پر لومړیتوبونو لکه د روغتیايي کارکوونکو د شمېر، د هغوی د روزنې، د روغتیايي چارو د ادارې د تنظیم، د حکومت او موسسو ترمنځ د چارو د همږغۍ، په لنډ وخت کې د افغانستان د روغتیايی سیکتور د اړتیاوو، د پولیو د محوه کولو لپاره د افغانستان د ملي بیړني عمل پلان د تطبیق او نورو چارو خبرې کېږي.

دا غونډه په داسې ورځ پرانیستل شوه چې نن په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې وسله والو د کندهار میرویس روغتون ته ډاکتران په دې خاطر پرې نه ښودل چې ږیرې یې لنډې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب