جمعه, مې 3, 2024
Home+د ګړنګ په غاړه ولاړ پنجاب بیا غواړي افغان ولس په خپلو...

د ګړنګ په غاړه ولاړ پنجاب بیا غواړي افغان ولس په خپلو واکمنو وداړي 

لیکونکی: راز

د پاکستان راتلونکې ډېره تیاره ده. داسې تیاره چې د ډېرو په باور تورتم به یې دا ځل له داخلي انفجار او ویشل کېدو پرته بل څه روښان نه کړي.

د سیاسي او اقتصادي ننګونو په دریاب دغه لاهو هېواد کې تازه یو ځل بیا امنیتي مشکلات هم په پراخېدو دي او داسې ښکاري چې په چټکۍ د خپل تېر تور تاریخ کندې د غورځېدو په لور روان دی. د پام وړ پکې دا دی چې دا ځل له دغه ګردابه راوتلو لپاره نه د لاس ورکولو څوک ورپاتې دي، نه یې د لاس نیولو. 

د غېر متجانسو اقوامو، ژبو، خلکو او خاورې پر دې جوړه جغرافیه واکمن پنجاب د دغه ملک خدایداد د رامنځته کېدو له ورځې د هغه د دوام او پایښت په هلو ځلو بوخت دی. 

د پاکستان تاریخ اوږد نه دی، نو ځکه له حافظې هم نه وځي او موږ تاسې ټولو ته مالومه ده چې پنجابي پوځ او استخباراتو د ګټو لپاره پر خپل دین او دنیا او د ګاونډیو په امنیت او سوکالۍ څه ډول سوداګرۍ کړي او ټول یې څرنګه د تشدد او افراطیت اور ته نیولي دي.   

اوس یې دا اور خپلې لمن ته رسېدلی او لستوڼو کې ساتلي ماران یې له اودو وتلي دي. 

 ډېر ښايي په دې باور وي چې ګوندې د نظامیان پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره د خپل ستراتیژیک عمق تاریخي هدف ته ورسېدل او لږ ترلږه د افغانستان له اړخه یې چې تر اټکه خاوره خپله ګڼي، د بقا اندېښنه حل او غوږونه ساړه شول. 

خو نه کیسه داسې نه ده. ډېر وخت نه بلکې راتلونکې میاشتې یا حد اقل کال دوه به ثابته کړي چې کیسه داسې ده.  

هو دې کې شک نشته چې په افغانستان کې یو ځل بیا د تېرو ۴ لسیزو تاریخ تکرار او یو بل نظام هم ړنګ شو، یو جوړ حکومت لمنځه ولاړ، یو ځل بیا د خلکو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند صفر ته راټیت او له سره پیل شو. 

خو پنجشېر او دخشان لا هم د افغانستان د خاورې جز دی، د هلمند سیند لا هم د افغان خاوره کې بهېږي، له نورستانه تر هرات او پکتیا، پکتیکا او خوست تر بلخ کندوز او تخاره  ټوله خاوره، غرونه او رغونه پر خپل ځای او د افغانستان برخه ده. 

خو پاکستان ونډۍ کېږي. پښې او لاسونه ترې روان دي. دا ځل یې هغه بادر هم نه ژغوري چې رامنځته کړی او تر اوسه یې د خپلو ګټو اهدافو لپاره دې مهمه سیمه کې د سرطان د ناسور په توګه ساتلی و. 

داسې نه ده چې ګوندې د چین، روسې او یوه ځایه هند د مخنیوي لپاره د لویدیځ سیاستونه بدل شوي، خبره دا ده چې د اوسني پاکستان وجود کې نور دغه اهداف پالل کېدای نشي.   

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر ډېورنډ کرښې هاخوا پخوانیو قبایلي سیمو کې یو ځل بیا د پنجاب خلاف د کرکې، نفرت او بېزارۍ څپه راپورته شوې. 

دغو سیمو کې تازه بیا سلګونو کسانو چې وزېر او مسېد ټبرونه یې سرلاري دي، ټوپک ته لاس کړی. 

له دوی ډېرو تېره یوه/ یوه نیمه لسیزه داسې حال کې افغانستان کې له طالبانو سره د بهرني اشغال خلاف اوږه په اوږه جنګېدلي، چې خپلې سیمې او کورونه یې د پنجابي پوځ تر تاړاک لاندې کنډ کپر او لمنځه تللي. 

دوی د افغان طالبانو له وروستۍ بریا دا الهام او انګیزه اخیستې چې که امریکا، ناټو او لسګونه نړیوال متحدان یې افغانستان کې ماتېدای شي، نو تر یوې فرضې کرښې ورهاخوا د پاکستاني اشغال ماتېدل هم سخت نه دي. 

د دوی ګڼ جنګیالي تېر شل کاله د افغانستان د جګړو تاوده سنګرونه کتلي، ښه روزل شوي او د پرمختللو نظامي تجهیزاتو، وسلو او منظمو لښکرو پر وړاندې د مقابلې بټ کې پاخه شوي دي.    

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) افغان طالبانو سره پر افغانستان واکمنېدو کې ډېرې ستړې ګاللې او نه حېرېدونکې قربانۍ ورکړې دي. 

ټي ټي پي د افغان طالبانو له بنسټګر ملا عمر سره بیعت هم اعلان کړی و. 

دوی له افغان طالبانو سره چې اوس دا دی پر یوه بشپړ هېواد واکمن دي، خپل حکومت، پوځ او نور جوړښتونه لري، تر پایه وردېدل. 

اوس نو د دوی جګړه ده او طبیعي ده چې سنګرونو کې به یې خواخوږي هم مل وي. 

د پاکستان حکومت له افغان طالبانو وغوښتل چې ټي ټي پي ورسره سولې ته کینوي، د مشرانو لیدو ته یې د قبایلو ځینې جرګې هم راغلې خو دغو هڅو تر اوسه ځای نه دی نیولی. 

د ټي ټي پي مبارزه یوازې مذهبي اړخ نه لري، بلکې اوس پکې د دین ترڅنګ د ملتپالنې، پښتو او پښتونولۍ رنګ هم لیدل کېږي. 

مشران یې اوس وخت ناوخت د احمد شاه بابا، میرویس خان، میرزا علي خان (ایپي فقیر)، ملا پونده، پیر روښان او د لروبر د نورو مخکښو او نومیالیو پښتنو مشرانو نومونه هم اخلي او د هغوی د لارې او ارمانونو د تعقیب خبره کوي.  

دوی پر ډېورنډ کرښه اغیزن تار له افغان ولس د ظلم او ناروا وروستی حد بولي.

د ټي ټي پي ځینې غړي د لوی افغانستان او ځینې نور یې د خپلواک پښتونستان یادونه کوي، خو نور یې بیا وايي اوس دستي یې اصلي او اساسي هدف دا دی چې تر ډېورنډ کرښې هاخوا د پښتنو له خاورې د دوی په وینا پنجابي اشغالګر وباسي.  

د پاکستاني طالبانو تحریک د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون پاکستان کې د پښتنو له یوه ملت ګوند سره هم غاړه نه وړي، ځکه دوی د پنجاب د ظلم پر وړاندې سیاسي او د عدم تشدد فلسفه ناکامه ګڼي. 

 د ټي ټي پي غړي د پاکستان دغه پښتانه ملتپال ګوندونه تورنوي چې تل یې پنجاب سره د پښتو افغانانو پر سر معاملې کړي. 

د دوی استدلال دا دی چې دغو ګوندونو د تاریخ اوږدو کې تر کرښې هاخوا د محکومو پښتنو د پت، عزت او حقونو د ساتلو او ازادۍ لپاره یو پام وړ ګام هم نه دی اخیستی او د افغانستان له وروستی تجربې دې پایلې ته رسېدلي چې په زور پر پنجاب هرڅه منل کیدای شي. 

د پاکستان له نورو سیاسي- مذهبي ګوندونه سره یې هم همداسې درواخله. 

دوی جمعیت له مولانا فضل الرحمان، تر مولانا سمیع الحق او قاضي حسین احمده ټول د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاسپوڅي، درباري ملایان او د دین سوداګر بولي. 

د پاکستاني طالبانو د تحریک لاس دا ځل له دې کبله هم لوړ دی چې د پاکستان له مخ هغه (د تش په نوم) اسلام نقاب هم پورته شوی او اوس یې په کور دننه هم ډېر خلک د اسلام قلعه نه ګڼي.  

د اسلام او مسلمانۍ دغه جعلي نقاب لسیزې وړاندې قبایلو کې د ایپي فقیر په مشرۍ د پښتنو د مذهبي حرکت مخنیوي کې بریالی ثابت شوی و. 

پاکستان چې قرضونو کې ډوب او اقتصادي یې له ورځ بلې ته خرابېږي، دغه ګواښ سره د مقابلې او قبایلي سیمو کې د نورو پراخو پوځي عملیاتو توان نه لري. 

داسې ښکاري چې د پنجابي پوځ او استخبارات اوس بیا د ټي ټي پي او نورو اسلامپالو له اړخه د ورپېښ خطر د مخنیوي او د خپلې بقا او پایښت لپاره په دوو لارو چارو کار پیل کوي. 

لومړی دا چې ټول پاکستان، یا په ځانګړې توګه افغانستان ته نږدې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې خپل لاسپوڅي مذهبي ګوندونه واک ته ورسوي او په دې ډول د هغو د حکومت پر وړاندې د ټي ټي پي جګړه له مذهبي اړخه له پوښتنو سره مخامخ کړي. 

د دوی بله هڅه به دا وي چې افغانستان کې واکمن طالبان له خپل ولس سره لانجه کې ګیر، د توندلارو او منځلارو په نوم سره جلا او په خپلو کې اخته کړي. 

پنجاب پر دې پوهېږي چې هېڅکله یو سوله ییز او بې جګړې افغانستان او یو روغ او ارام پاکستان هممهاله یو ځای ژوند نشي کولی.  

ان که افغانستان کې دوی ته نږدې مجاهدین یا طالبان هم واکمن هم وي. 

2 COMMENTS

  1. zhwandeey aw baryaleey dee wee, T T P.
    WE AFGHANS MUST SUPPORT TTP.
    ALL LAR AW BAR PUKHTOONS MUST STAND WITH TTP.
    WE HOPE TTP FALLOW THEIR FIGHT FOR FREEDOM.
    ZENDAH BAAD MANZOOR AHMAD PASHTEEN

  2. کچیری د افغانانو په یاد وی پدی ۴۵ کلنه جګړه پاکستان په تیره بیا پنجاب زموږ د وژلو لپاره له امریکا، برتانیی فرانسی عربستان او همدارنګه له چین او روسیی زیات مالی او نظامی مرستی تر لاسه کړی مګر اوس داسی حالت راغلی چی پاکستان نشی کولای دواړه لاری خپلی کړی یعنی یا به د چین، ایران، او روسیی په طرف ګام پورته کوی یا به د امریکا او خپل پلار برتانیی طرفداری کوی، کله چی ګورو نړی پدی پوهیږی چی پدی ۴۵ یا ۲۰ کلنه جګړه کی پاکستان د افغانانو وژلو او ترمینځ د نفاق د تخم شیندلو لپآره اساسی ګامونه وخت په وخت پورته کړی او کوی یی مګر اوس داسی وخت راغلی چی د افغانستان وخت ریس جمهورانو او نظامی او استخباراتی چارواکو نړی په تیره بیا امریکا او امنیت شورا او نړیوالی ټولنی ته څرګند کړی چی پاکستان په خپله یو تروریست پلوه هیواد دی ځکه همدا اوس د داعش لپآره لابی کوی او د همغه طالب په وړاندی چی تر پرونه پوری ترینه د خپلو ګټو د تامین لپاره کار اخیسته په وړاندی د داعش پروژه فعاله کړی
    مګر په یاد وساتی چی اوس امریکا ژر یا څو کاله وروسته پاکستان په تور لیست کی شامل او د پنجاب په نظامیانو باندی لکه د ایران سپاه پاسدارانو په شان بندیز ولګوی او د هغه پیسو چی قرض ورکړی او هغه پیسی چی د مرستی په شکل یی ورکړی بیرته ترینه وغواړی ځکه اوس نړی په هر څه پوه شوی که ژر یا نا وخته نړی حتمآ ګام پورته کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب