جمعه, مې 17, 2024
Home+طالب، د طالب زوال / ملاله لیلا

طالب، د طالب زوال / ملاله لیلا

زما په وروستۍ لیکنه یو طالب لیکلې ول،” دطالبانو مخالفین دومری له فکری وجکالی سره مخه دی چی تراوسه لا ندی پوه سوی چی طالبان ځومره آزاد دی. آته میاستی وسوی بیا هم دا پلاستکی روشنفکران په هغه خره سپاره دی چی امریکا ورکړی. مشروعیت او دښځو مشکل”. ( تبصره مې کټ مټ کاپي کړې.)
ماته خدای د مجید قرار حوصله نه ده راکړې چې اوس یې له دې طالب سره وشاربم، په ځواب کې یې یوازې پینځه غیر سیاسي ساده پوښتنې لیکم بیا راځم خپلې اصلي لیکنې ته.

1. ایا له فکري وچکالۍ سره هغوی مخامخ نه دي چې د ولس ږېرې متر کوي؟
2. ایا له فکري بې ناموسۍ سره هغوی مخامخ نه دي چې اته میاشتې کیږي فکر یې د ماشومو نجونو په لباس کې بند دی او لا تر اوسه یو جوړه شرعي لباس نه شي وړاندیز کولی؟
3. ایا له فکري وچکالۍ سره هغوی مخامخ نه دي چې وايي کم عمره هلکان له مرکزو وباسئ چې فتنې جوړوي؟
4. ایا له فکري وچکالۍ سره هغوی مخامخ نه دي چې وطن ورته حمام ښکاري، ځمکه یې په زنانه و مردانه ویشي؟
5. ایا له فکري وچکالۍ سره حماسي غوندې خلک نه دي مخامخ چې په قران کې لوګر ویني او نه پوهېږم باغ زنانه کې د سلیمان (ع) تخت؟؟؟ ( توبه اعوذ بالله)

په هر حال زه راځم خپلې لیکنې ته، طالب، د طالب زوال یعنې څه؟

دلته غواړم درې خبرې واضح کړم:

۱. طالب که دغسې په څلورو روان وي چې دا نن سبا روان دی، نو سقوط یې حتمي دی. خو، دا ځلې به خارجي فکتور لکه د سپټمبر ۱۱ مه طالب نه ختموي بلکې خپل مینځي جګړه به یې ختموي. دا احتمال هم قوی دی چې دا جګړه د کودتا په بڼه وشي.

۲. دا جکړه به کورنۍ جګړه نه وي بلکې د طالبانو د سخت دریځو او نسبتا نرمو تر مینځ به کشمکش وي. نن او سبا د طالبانو سخت دریځې په کش کې دي، د خلکو له ایمانه رانیولې تر ږېرو د هر شي په هکله امرونه کوي. د سخت دریځو له هر امر سره نه یوازې د ولس کرکه له طالبه ډېریږي بلکې په خپل مینځ کې یې هم اختلافات ورځ تر بلې زیاتېږي.

۳. ځینې خلک وايی موږ د پاڼ او پرانګ تر مینځ یوو طالب ظالم دی خو بدیل یې نه لرو. دغو وطنوالو ته باید ووایم چې مه پسې ګرځئ پاڼ او پرانګ دواړه طالب دی. د طالب سخت دریځې دومره له ماغزو خلاص دي چې په خپل خیرو شر هم الحمدالله نه پوهېږي په نږدې راتلونکې کې دوی په خپل مینځ کې سره خوري او دا کشمکش دوه ممکنې نتیجې درلودلی شي.
اول: سخت دریځي به یې بایلي او نسبتا نرم طالبان به یې ګټي. ولس چې له جګړې او سخت دریځو بیزاره دی نو د سخت دریځو په مقابل کې به د نسبتا نرمو طالبانو ملاټر وکړي او طالب ته به یو څه نور وخت هم ورکړي. که داسې وشي ګټه به دا وي چې راروان بدلون به نسبتا سولیز وي او د عام ولس سر به خوندي وي.

دوم: دا احتمال هم شته چې سخت دریځې طالبان نور هم په زور کې شي لکه دا نن سبا چې دي. که داسې وشي بیا نو انقلاب راروان دی. د ولس کرکه له سخت دریزو ورځ تر بلې یا ښکاره یا په زړه کې زیاتیږي. د ولس د دغې لوی نارضایتي پایله به یا دا وي، چې ولسي انقلاب به کېږي، او یا به د ټولنې دغه لویه نارضایتي د بدلون غوښتونکو ډلو له ارمان سره یوځای کیږي او لوی بدلون به راځي. د دې انقلاب عیب ممکن دا وي چې سولیز به نه وي خو کمال به یې دا وي چې له طالبه به بیخکي خلاص شو. چوچه مسعود ته مه ورخطا کیږئ هغه بیچاره تر ما بدتره نه د رهبریت جوهر لري او نه هم خلک پرې راټولېږي. خو، د افغان ملي پوڅ د خاصې قطعې په ځواکونو کې هم دا زور شته چې انقلاب رهبري کړي هم یې چل زده دی او هم د دنیا ملاټر جذبولی شي. سخت دریځي طالبان که له خپل خره راښکته نه شي نه به دوی پاتې شي نه به یې خر ، از ما ګفتن بود!!

5 COMMENTS

  1. دې نتيجې ته رسېږو چې ، که ملا د جهالت او خرځيلې تکبره را ښکته نه شي ، په افغانستان کې بدلون راتلونکی دی .
    نرم دریځي باید د ولس ملاتړ ترلاسه کړي . ولس هم باید سره متحد شي . دوی د یوبل وړاندیزونه مطالعه او تر ټولو بهتر یې غوره کړي .

  2. لیکونکی بیا هم دفکری وچکالی ضد فرمول ندی ویلی. بیا هم هغه خر او هغه درک دی.
    دشل کلنی ترقی نتیجه ده چی دملت په سترګو کی دخاورو شیندلو خبری په ښکنځلو تکرار کړی. دا مرض دکلیوپاتراګانو (کرایه سوی ښځو) په مینځ کی بیخی زیات دی.
    نن سبا مونږ وینو چی دکرایه سویو خولو نه دانارشی په لور حرکت پیل سوی دی. دوی درواغ وایی، پلمی لټوی او دکاه نه کوه جوړه وی.
    لیکونکی ته وایو دخدای لپاره غټ فکر وکړی. افغانستان ځوریدلی دی. همدا زنانه پرستی شل کاله خلک مړه کړل او ملی انسانی حریت او آزای پکی سلبه سوه. دیوڅو زنانه پرستو چړچی وی نوری زنانه ددوی دکرایه دارانو په چړو وژلی کیدلی. هغه د سی آی ای کیسه مو نه هیریږی

  3. ډیره مهمه ده چی ځان له جنت څخه محروم نکړو هلته اویا حوری اوښایسته بی ګیزی هلکان موږ ته په تمه دی . ښه فکر وکړی د الله پاک نعمتونو باندی کفران مه کوئ دا تاسی څه شی لیکی لږ خو خبره وسنجوی ترټولو مهم جنت دی او جنت کی بایددپښتانه تر نورو قومونو خصوصاً تر پنجشیریانو ډیر وی هلته باید لنډغر له موږ څخه فرصتونه ضایع نکړی دنیا کی خو همدغو لنډغرو پښتانه شاته کړل چی جنت ته بید ار شو. بااحترام

  4. زه نن هم په دې نه پوهیږم چې ولسمشر غني او د تیر حکومت لوړپوړو چارواکو موږ ته په هغه وخت کې دا نه څرګندوله چې دوی عملا ولایتونه تسلیموي، او يو ډول سولییزه تسلیمي روانه ده، او بیا د امریکا په خوښه به کابل سمدلاسه نه تسلیمیږي، او هلته به د طالبانو عملي محاصره پر مرکزي دولت فشار ډیر کړي، یا به لکه د امریکا د دوحې تړون د سناریو سره سم نوی لنډمهاله ګډ حکومت تشکیل شي، او یا به هم یوې خونړۍ جګړې ته خبره ورسیږي.. خو تر د کابل د سقوطه چارواکو د ډاکټر عبدالله په شمول دا خبرې کولې چې دا هر څه تاکتیکي شاتګ دی !!
    څنګه دري نیم تر پنځه لکه پوځ پرته له مقاومته تسلیمږي؟ او هرې قطعې او کنډک ته د کابل نه زنګونه وهل کیږي، چې پوستې پریږدئ ! پوستې خالي کړئ، وسلې مو راواخلئ، کابل ته راځئ !!
    بیا د دې نه وروسته اوس د مقاومت او انقلاب خبرې کیږي !! موږ اولس نور د جګړو نه هم ستړي یو، د انقلاب نه هم ستړي یو ، د کډوالۍ د سختو هم نور نه یو، د ګاونډیو د ښکاره لاسوهنو د زغملو هم نه یو !! یو سم لیډر غواړو، چې زموږ ملي ګټې او ارزښتونه خوندي او زموږ د زړه هیلې او ارمانونه پوره کړي، او په دې مبارزه کې هم موږ هر ډول قربانۍ ته تیار یو !! خو دا د شرق او غرب، پنجاب او تهران، قطر او ریاض او همداسې د نورو بهرنیو کړیو لپاره هر ډول ته ګډېډلی نشو .

  5. زمونږ ستونزه داده چې یا افراط خواته ځو یا تفریط خواته. یا داسې شریعت رامنځ ته کوو چې حلال هم په ځان حراموو او ځان ته جواز ورکوو چې حرام کارونه حلال وګڼو یا یا یې واجب التعمیل وګرځوو. یا بدبختانه داسې حالت ته ورسیږو چې ښکاره اسلامي احکامو ته شا ګرځوو. ددې ټولو علت دادی چې زمونږ ټولنه او د افراطي او تفریطي ډلو رهبري د بې علمه کسانو په لاس کې ده. یوه ټولنه ترهغه ثبات نشي موندلای ترڅو یې ټولنیز، سیاسي، فرهنګی، اقتصادي، نظامي او نور ټولو سیاستونه په اعتدال ولاړ نه وي. اعتدال هغه مهال ځای موندلای شي چې د سیاستونو طراحان په رښتیني مانا عالمان وي او پدې پوه شي چې کوم نظر افراطي دی، کوم تفریطي دی. بدبختانه مونږ ۴۰ کاله د افراط او تفریط ترمنځ په اړودوړ کې تیرکړل. هرطرف د مسلمانۍ ادعاء هم لري د وطن دوستي ټټر هم وهي، خو په حقیقت کې دوی دواړو هم مسلمانانو ته تاوان رسولی دی هم ګران هیواد ته. نو د حل لاره علم دی، علم دیني او غیر دیني نلري، ځکه چې د مسلمان په ژوند کې هرڅه ددین برخه دي او د هرڅه په اړه علم ترلاسه کول فرض دی. کله کله دا فرض عین وي، کله بیا فرض کفايي. مثلا هرعمل چې د انسان په انفرادي مکلفیتونو کې راځي د هغه علم فرض عین دی او نور چې په اجتماعي مکلفیتونو کې راځي د هغه علم فرض کفايي دی. د مثال په ډول د لمانځه، روژې، حج او زکات علم ترلاسه کول په هر مسلمان فرض عین دي، مګر د تکنالوژۍ، طبابت، انجنیرۍ او سایبری خوندیتوب علم ترلاسه کول په ټولو مسلمانانو فرض کفايي دی نو که ټولنه دې هرې برخې ته خلک ونه روزي، په حقیقت کې ټوله ټولنه د فرضو تارکه ده او همدومره ګناه لري لکه هریوه چې لمونځ یا روژه پریښې وي. نن چې مسلمان ذلیل دی، علت یې دادی چې په خپل دین سم نه پوهیږي، فکر کوي چې احکام یوازې تر۵ بناوو پورې اړه لري، پداسې حال کې چې الله تعالی انسان ته دین لارښود رالیږلی ترڅو د نړۍ چارې پرې سمبال کړي، د ځمکې د کرې حفاظت ورباندې وکړي او په ځمکه باندې دداسې ژوند تیرولو زمینه مساعده کړي چې ملایکې ددوی هوښیارۍ، ذکاوت، نبوغ، ترقۍ او … ته ګوته په غاښ پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب