Home+د افغانستان او بریتانیا د پارلمان د ښځو د فوټبال سیالي

د افغانستان او بریتانیا د پارلمان د ښځو د فوټبال سیالي

تاند(چهارشنبه، د حمل ۹ مه) د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټیم، چې تېر کال له کابله ووت، د ایمنسټي انترنشنل په نوښت پرون (سې شنبه) په لندن کې د بریتانیا د پارلمان د ښځو له لوبډلې سره دوستانه مسابقه وکړه.

د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د تېر کال په نوومبر کې په بریتانیا کې پناه واخیسته.

د دې مسابقې هدف د کډوالو په منځ کې د سپورت تشویق او په افغانستان کې د بشري حقونو مسلو ته د پام اړول و.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلې روزونکې خالدې پوپل وویل، سره له دې چې افغان لوبغاړي له خپل هیواده خورا لېرې دي خو دا خوشالوونکی چاپېریال چې مسابقې رامنځته کړ، دقیقاً هغه څه و چې افغان لوبغاړو ورته اړتیا لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...