یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاسترالیا د ۶۶۶ ملیون ډالرو په لګښت تر ۱۶ زره ډېر افغان...

استرالیا د ۶۶۶ ملیون ډالرو په لګښت تر ۱۶ زره ډېر افغان کډوال مني

تاند(چهارشنبه، د حمل ۹ مه) د استرالیا فدرالي حکومت اعلان وکړ په راتلونکو څلورو کلونو کې به ۱۶ زره ۵۰۰ نور افغان کډوال ومني. له دې سره به په څلورو کلونو کې د استرالیا له لوري د منل کېدونکو افغانانو شمېر شاوخوا دوه برابره شي.

د استرالیايی رسنیو د راپور له مخې، د استرالیا حکومت هر کال ۱۳ زره ۷۵۰ کډوال مني خو د اضافي افغان کډوالو د منلو له کبله به تر ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ پورې استرالیا د کال ۱۷ زره ۸۷۵ کډوال مني.

دا له ۲۰۱۵ م کال راوروسته، چې د استرالیا صدراعظم توني ابټ په دوو کلونو کې ۱۲ زره سوري او عراقي کډوال ومنل، د استرالیا د بشري چارو په پروګرام کې تر ټولو ستر ګام دی.

استرالیا لېواله دی چې تر دې زیات کډوال ومني خو د کورونا وبا د خپرېدو له کبله تر دې زیات شمېر کډوال نه شي منلی.

د دغه هیواد د کډوالو د چارو وزیر الیکس هاوېک وايي، د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره په څلورو کلونو کې ۶۶۶ ملیون ډالره بودجې ته اړتیا لري.

ده تایید کړه چې استرالیا په افغانستان کې د ۲۰ کلن حضور په لړ کې دې هیواد ته یو لړ ژمنې ورکړي چې ځان د هغو پوره کولو ته مکلف بولي.

د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان بهرنیو هیوادونو ته تللي او اوس هم هره میاشت لسګونه زره افغانان له دې سره سره بهر ته ځي چې طالبانو د پاسپورت ورکړه سخته کړې او د افغانستان ګاونډیو هیوادونو خپلې پولې کلکې کړي دي.

د تېر کال له اګسته وروسته د استرالیا د بشري چارو پروګرام ته تر ۳۲ زره ۵۰۰ ډېرو افغانانو د څه باندې یونیم لکو تنو لپاره د پناه غوښتنلیکونه لېږلي دي.

د استرالیا حکومت تېر کال له افغانستانه څه باندې ۶ زره افغانان وایستل.

د استرالیا د حکومت له لوري په ځانګړې شوې بودجې به په راتلونکو څلورو کلونو کې ۳۱۵۰۰ افغانان استرالیا ته انتقال او دېره کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب