یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوال بانک د ۶۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت پروژې وځنډولې

نړیوال بانک د ۶۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت پروژې وځنډولې

تاند(چهارشنبه، د جمل ۹ مه) نړیوال بانک وايي، وروسته له دې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو مخه ونیوله، په افغانستان کې یې د ۶۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت ۴ پروژې وځنډولې.

دغو پروژو ته د افغانستان د بیارغونې له بسپنې څخه پیسې ورکول کېدې او د ملګروملتو له لوري تطبیقېدې.

نړیوال بانک پرون له شپږم ټولګې د پورته نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز له کبله سخته اندېښنه وښوده ځکه د دې بانک د مقرراتو له مخې د افغانستان د بیارغونې د بسپنې د فعالیت شرط د داسې خدماتو ملاتړ دی چې ښځو او نجونو ته له نارینه وو سره برابر خدمات وړاندې کړي.

 نړیوال بانک ویلي چې دا پروژې به یوازې هغه مهال د بیارغونې د صندوق تمویلوونکو هېوادونو ته د تایید لپاره وړاندې شي چې نړیوال بانک او شریکان یې په افغانستان کې د وضعیت په برخه کې یو تفاهم ولري او دا ډاډ ترلاسه کړي چې د دې پروژو اهدف ترلاسه کولای شي. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې معلومه نه ده چې دا تفاهم به کله ترلاسه شي.

دا پروژې د کرنې، پوهنې، روغتیا او د کورني معیشت په برخو کې وې.

2 COMMENTS

  1. دا يې د پنجاب د اسلام او خوسا امارت بله ګټه ملت ته. طالبه رب دې بېخ او بنياد اوباسه دا څه خر،ځناور او له فکر پاتې آفت يي چې د افغانستان پاکه خاوره دې لاندې کړې… دا پيسی يې که په پنجاب بندې کړې وای اوس به د لوطيانو وينې ددوی په مدرسو کې روانې وې او لکه سپي په وهلو، وهلو به يي اوس موټرونو ته پټسترکي او لاس تړلي پورته کولی…

  2. هیڅ ضرورت نشته پروژو چی بده ورځ راشی تیار کباب شوی پسونه له آسمان څخه راځی تیار پوست کړی کباب شوی. د هغه ښه ملا ښځه غی چی پدی سیاست چی ملت یی ګدایی ته مجبور کړی. د دوی پروګرام همدا دی چی ملت د پنجاب محتاجه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب