یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د کامیابۍ یوازینۍ لار/ ژباړه واحد عظيمي

د کامیابۍ یوازینۍ لار/ ژباړه واحد عظيمي

هر څوک د ځوانۍ په عمر کې د خپل مقام او مسلک لپاره سفر پيلوي. دا هغه عمر دی چې خلک په کې د مسلک ټاکلو لپاره فکر کوي. په ځانګړي توګه که تاسې غواړئ لۀ خپل ځان څخه یو ورزشکار جوړ کړی؛ نو تاسې بايد پۀ ځوانۍ کې همغه ورزش پیل کړئ. که چېرې تاسې د مشهورو لوبغاړو پۀ اړه معلومات وکړئ، نو پوی به شئ چې هغوی د ځوانۍ پۀ عمر کې د ښۀ شخصیت جوړېدو لپاره هڅې پيل کړې وې. که تاسې هم ځوان یاست نو د مسلک او مقام لپاره باید ډېره هڅه وکړئ. څومر چې تاسې د خپل مسلک او مقام لپاره زیار باسئ هغومره به ستره بریا ترلاسه کړئ او همدرانګه په خپل ځان باندې به مو باور زیات شي.
انساني دماغ مثبت اړخ ډېر کم ویني او منفي اړخ بیا ډېر ښۀ ویني. د همدې لپاره ډېره اړینه ده چې خپل دماغ ته ور یاده کړئ چې تاسې نن ورځ څومره ښۀ کارونه ترسره کړي دي چې وشئ کولای په همدې طريقې د دماغ د منفي او مثبتو اړخونو ترمنځ توازن وساتلی شئ. د دغه کار لپاره آسانه طريقه دا ده چې د هرې ورځې درې ښۀ کارونه مو خامخا ولیکئ، د دې کار بله ګټه دا ده چې کله هم خپل ځان غجنه محسوس کړئ؛ نو همغه یادښتونه ولؤلئ چې د ښۀ کارونو په اړه مو لیکلي دي.
کله چې هم پریشان یئ نؤ داسې احساس به کؤئ چې تاسې يو ناکام شخص ياست. هېڅ يو ځوان په اسانۍ سره بریا ته نۀ شي راسېدلی، هغه غم، درد ویني او باید د ژوند لۀ ډېر سختو پړاونو څخه تېر شي. موږ ټول ډېرې غلطيانې کوو او دا پۀ دې مانا نه ده چې موږ هېڅکله هم ښۀ کار نۀ شو کؤلای. که تاسې له پخوا څخه هم ډېره هڅه وکړئ؛ نو باوري اوسئ چې هرومرو به په خپل مقصد کې کامیابېږئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب