دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهزلزلې په پکتیکا کې د ۱۰۰۰ او ۲۵۰۰ تنو ترمنځ وژلي

زلزلې په پکتیکا کې د ۱۰۰۰ او ۲۵۰۰ تنو ترمنځ وژلي

تاند(چهارشنبه، د سرطان لومړۍ)‌ که څه هم ځايي اوسېدونکي د تېرې شپې د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر زرګونه ښيي خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې مرستیال وزیر وايي چې په پکتیکا او څو نورو ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې په اثر د مړو شویو کسانو شمېر تر ۹۲۰ تنو پورې رسېدلی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي چې یوازې په پکتیکا په تېره بیا د دغه ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰۰ تنه مړه شوي او ۱۵۰۰ نور ژوبل دي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمدامین حذیفه وایي، د هغو معلوماتو پر اساس چې دوی ترلاسه کړي، په دې دوو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه شهیدان شوي او شاوخوا پنځلس سوه تنه نور ټپیان دي.

د دې زلزلې ټکانونه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې وه په لغمان، غزني، لوګر او کابل ولایتونو او خیبر پښتونخوا کې هم حساس شوي دي.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز له خوست ښاره ۴۴ کیلومتره لېرې تر مځکې لاندې ۵۱ کیلومتره ژور و.

د طالبانو حکومت له زلزله ځپلو سره د فوري مرستو لپاره د کابینې بیړنۍ غونډه دایره کړې او په لړ کې یې پرېکړه کړې چې له زلزله ځپلو سره دې ۱۰۰ میلیلون افغانۍ مرسته وشي.

د پخواني ولسمشر اشرف غني د خواخوږۍ پیغام

د افغانستان بې واکه کړای شوي ولسمشر اشرف غني په یوه پیغام کې لیکلي:«په پکتیکا، خوست او د هیواد په نورو ولایتونو کې زلزله ځپلو کورنیو ته تسلیت وایم، شهیدانو ته یې د خدای (ج) له دربار څخه د جنت او ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه کوم.
پر نړیوالو خیریه بنسټونو، سازمانونو او په هیواد کې دننه هیوادوالو غږ کوم چې له زلزله ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي او په دې سختو شېبو کې زموږ د دیني فریضې او اجتماعي فرهنګ په توګه د یو بل په څنګ کې ودرېږي.»

له بلې خوا د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د افغانستان د زلزلې قربانیانو ته دعا وکړه او د هغوی له خپلوانو او ټپیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

پکتیکا: په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۳۰۰ او د ټپیانو شمېر ۸۰۰ ته ورسېد

په پکتیکا کې د تېرې شپې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته او د ټپیانو ۸۰۰ ته ورسېد او وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر نور  هم زیات شي.

راپورونه وايي چې لا هم ځینې کسان تر کنډوالو لاندې دي. همداراز له خوست ولایت څخه راپورونه وايي چې په دغه ولایت کې هم زلزلې مرګ ژوبلې اړولي دي خو کره شمېر یې لا څرګند نه دی. په پکتیکا کې سلګونه کورونه نړېدلي دي.

دويم تعقيب: پکتیکا کې زلزلې ۲۵۵ تنه وژلي او ۱۵۵ ټپيان دي

د طالبانو چارواکو په پکتیکا کې د تېرې شپې د زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه لومړني ارقام خپاره کړل. احتمال شته چې د مرګ ژوبلو حقیقي شمېر تر دې ډېر وي.

 باختر خبري اژانس وايي چې په ګیان ولسوالۍ کې دغې زلزلې ۲۵۵ تنه وژلي او ۱۵۵ نور ېې ټپيان کړي دي.

‏سرچینه زیاتوي چې د مرګ ژوبلې د زیاتیدو امکان شته.

ویل کیږي چې د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې هم زلزلې مرګ ژوبله اړولې، خو لا دقیق جزییات نه دي ورکړل شوي.

ګومان کېږي چې د زلزلې د مرګ ژوبلې او تلفاتو په راپورونو کې بدلون راشي.

د تېرې شپې چټکه زلزله، چې د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې وه په لغمان، غزني، لوګر او کابل کې هم محسوسه شوې ده.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز له خوست ښاره ۴۴ کیلومتره لېرې تر مځکې لاندې ۵۱ کیلومتره ژور و.

پرون د طالبانو چارواکو په ۸ ولايتونو کې د سېلابونو له امله د ۱۰ تنو د وژل کیدو ، ۵۰۰ کورونو د ویجاړیدو او ۱۰۰۰ څارویو د تلف کيدو خبر ورکړ.

1 COMMENT

  1. د یادی زلزلې قربانیانو ته مغفرت او عاجله روغتیا غواړو.
    په بهر کى میشتو ګرانو افغانانو څخه هم هیله کيږى چى دَ انسانى – ملى مسئولیت دَ احساس پر اساس خپلي مرستي و نه سپموی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب