Homeخبرونهاشرف غني: نړیوال او افغانان دې د پکتیکا او خوست زلزله ځپليو...

اشرف غني: نړیوال او افغانان دې د پکتیکا او خوست زلزله ځپليو سره مرستې وکړي

تاند( چار شنبه ، د سرطان لومړۍ)‌ د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په یوه پیغام کې د پکتیکا او خوست ولايتونو د تېرې شپې زلزلې په مرګ ژوبلې او زيانونو خواشيني وښوده.

نوموړي په دغه پیغام کې ویلي: «پر نړیوالو خیریه بنسټونو، سازمانونو او په هیواد کې دننه هیوادوالو غږ کوم چې له زلزله ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي او په دې سختو شېبو کې زموږ د دیني فریضې او اجتماعي فرهنګ په توګه د یو بل په څنګ کې ودرېږي.»

نن د طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند د پکتیکا او خوست ولايتونو زلزله ځپلو ته د ۱۰۰ ميليونه افغانيو مرسته اعلان کړه.

نوموړي اړوندو ادارو ته د زلزله ځپلو لپاره د عاجلو مرستو د برابرولو امر کړی او ویلي ، چې د خوراکي توکيو ، البسې او روغتيايي توکيو د لېږد لپاره دې هوايي او ځمکنيو امکاناتو څخه ګټه واخيستل شي.

ملا حسن اخند زلزله ځپلو سیمو ته د يوه لوړپوړي پلاوي د ورتلو خبر هم ورکړی.

طالبانو ویلي ، چې د پکتیکا او خوست د تېرې شپې زلزلې لږ تر لږه ۹۲۰ تنه وژلي او ۶۱۰ نور ېې ټپيان کړي دي.

يو شمېر هېوادونو او له هغې ډلې پاکستان او ايران له زلزلې ځپلو سره د مرستې د چمتووالي خبر ورکړی.

ځینو افغان منتقدینو پر طالبانو له نیوکو سره ویلي ، چې د دوی د ناقانونه او دنیا سره د بې رابطې حکومت له کبله د افغانانو دومره پراخه مرګ ژوبله هم نړۍ ته بې ارزښته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...