یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو ته ۱۰۰ میلیون...

ملا حسن اخند د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو ته ۱۰۰ میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه

تاند( چار شنبه ، د سرطان لومړۍ)‌ د طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند د پکتیکا او خوست ولايتونو زلزله ځپلو ته د ۱۰۰ ميليونه افغانيو مرسته اعلان کړه.

نوموړي اړوندو ادارو ته د زلزله ځپلو لپاره د عاجلو مرستو د برابرولو امر کړی او ویلي ، چې د خوراکي توکيو ، البسې او روغتيايي توکيو د لېږد لپاره دې هوايي او ځمکنيو امکاناتو څخه ګټه واخيستل شي.

ملا حسن اخند زلزله ځپلو سیمو ته د يوه لوړپوړي پلاوي د ورتلو خبر هم ورکړی.

طالبانو ویلي ، چې د پکتیکا او خوست د تېرې شپې زلزلې لږ تر لږه ۹۲۰ تنه وژلي او ۶۱۰ نور ېې ټپيان کړي دي.

يو شمېر هېوادونو او له هغې ډلې پاکستان او ايران له زلزلې ځپلو سره د مرستې د چمتووالي خبر ورکړی.

ځینو افغان منتقدینو پر طالبانو له نیوکو سره ویلي ، چې د دوی د ناقانونه او دنیا سره د بې رابطې حکومت له کبله د افغانانو دومره پراخه مرګ ژوبله هم نړۍ ته بې ارزښته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب