Homeخبرونهله خپلو تعليمي چارواکو د ط- انو دفاع ؛ وايي نړيوال بندیزونه...

له خپلو تعليمي چارواکو د ط- انو دفاع ؛ وايي نړيوال بندیزونه بې ګټې او ناکامې تجربې دي

تاند( چار شنبه ، د سرطان لومړۍ)‌ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا له لوري د طالبانو د دوو چارواکو پر سفرونو د‌ بندیزونو د دوام د پریکړې په غبرګون کې له دغه سازمان څخه وغوښتل ، چې د دوی په باور نور يو اړخيز قضاوت ونه کړي او د ټولو افغانانو حقونه تضمین کړي.

دغه وزارت په يوه اعلاميه کې په دې اړه ويلي: « د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د وروستي اقدام ، چې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو پر سفرونو یې تعزيرات د څه مودې لپاره رفع کړي ،هرکلی کوي او د دغو تعزيراتو دايمي ايسته کول، هغسې چې د دوحې په توافق نامه کې ژمنه شوې ، خپل حق ګڼي.»

طالبانو پر خپلو دوو نورو غړو د تعزيراتو لګول بې ځايه فشارونه او د ناکامو تجربو تکرار ګڼلي ، ځکه په خبره ېې کومه پایله نه لري.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا پرون ، د‌ طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پر سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر یوه مقام د بهرنيو سفرونو بندیز ولګاوه ، خو ۱۳ نورو چارواکو ته ېې د دغو سفرونو ۲ میاشتينۍ اجازه تمدید کړه.

ځينو نړيوالو رسنيو پر دغو طالب مشرانو د بندیزونو دلیل د نجونو زده کړو سره د دوی مخالفت او ورته ستونزې جوړول ښودلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...