یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د (سند – هلمند) تمدن، زموږ د تاريخ پيلامه

د (سند – هلمند) تمدن، زموږ د تاريخ پيلامه

ژباړن:  احسان الله ارينزى 
وروستۍ برخه

   ښارونه په دې تمدن كې:

      د لرغون پېژندونكو كېندنی داسې وايي چې په دې سيمه كې ښارونه وو. تر ټولو نوې څېړنې وايي چې په دې برخه كې د ( دواركار) ښار د يادولو وړ دى چې په اوبو كې ډوب شوى. په زړه پورې خبره دا ده چې دا ښارونه به د پلان او پروګرام له مخې جوړيدل. لومړى به واټونه ايستل كېدل، بيا به د ناولو اوبو ويالې جوړېدې او بيا به كورونه جوړيدل او خلك وركډه كېدل.

       دا واټونه به سيخ او موازي وو؛ خو په هغه ځاى كې به چې واټونه يو پر بل تېريدل، زاويه به ۹۰ درجه وه. دا واټونه له اوسنيو واټونو څخه هم پراخه وو. د دې واټونو په څنډو كې د اوبو ويالې داسې جوړې شوې وې چې نه اوبه پكې بنديدې او نه يو څاڅكى اوبه بې ځايه تلې. كورونه دوه پوړه او يو شان دى. ټول انګړ لري، دوهم پوړ ته د ختلو زينې لري، د ځان وينځلو ځاى او د اوبو څاه چې دواړه  واړه دي. دا كورونه له پخو خښتو جوړ  شوي او هېڅ ور يا كړكۍ د عمومي واټونو لورې ته نه پرانستل كېده. كورونو ته ورتګ خپلې فرعي لارې درلودې. واټونه په داسې خښتو فرش شوى وو چې د درنو ګاډيو او اسونو زور يې پورته كولې شواى.

      د دې كورونو په زړه پوريوالى د هغوى په لويوالي كې دى. په هر كور كې څو كورنۍ ځاييږي.

(….. ل. كارلوفسكى  L.kor lovesky د دی تمدن ټولنيزې او فرهنګي همغږئ ته اريان دى. دى د دې عامل د وينې هغه مظبوط ډله ايز پيوستون يا خپلولي بولي چې په دې ټولنيز جوړښت كې موجود و. كارلوفسكى په يوه طبقاتې ټولنه كې سيالي ( رقابت) د توليد د راز_ راز لارو د پيدايښت هامل بولي، په داسې حال كې چې په داسې ( ورته) ټولنه كې، لكه په پاسنۍ سيمه كې، يو شانوالى او همغږي وجود درلود. دا خبره په داسې ځاى كې چې مركزي دولت يا د ډلې مشر نه وي، ثبات مينځ ته راوړي).

      كه چېرې د دې ښارونو جوړښت د ( سومر) او( مصر) له تمدنونو سره پرتله كړو، يو په زړه پوري ټكي ته ځير كېږو: د ( سومر) او ( مصر) په تمدنونو كې به كورونه او ودانۍ د خدايګوټو د كورونو او عبادتځايونو شا او خوا جوړيدل؛ په بله ژبه لومړى به عبادتځاى جوړيده او بيا به ښار بې له پروګرامه پرې راګرځيد، دلته به د خلكو كورونه، اداري برخه او عبادتځايونه گډوډ جوړيدل؛ خو د ( سند) په تمدن كې دا درې برخې هره يوه ځانته جلا ځاى لري.

       په پاسني تمدن كې عبادت:

تر اوسه پورې په عمومي او خصوصي عبادتځايونو كې د اور له پاره د قرباني ځايونه او يا د لمانځنى نغري پيدا شوي. د دې په څنګ كې د حمامونو پاتې شونې او د څارويو د هډوكو ټوټې ميندل شوې چې د څارويو د قرباني كولو مانا وركوي. همدا راز د ښځو خاورينې مجسمې  او مهرونه كشف شوې چې كيداى شي د مور او يا د ميرمنې د خدايګوتو ( خدابانو+ خدا مادر) ځاى به يې درلود. په مهرونو كې  يو ښكرلرونكي څاروى ښكاري چې يو اسطوره اى موجود دى. دا افسانه اى څاروى اس دى چې په وچولى كې ښكر لري. دا اس چې د ښيګڼې او بد ګڼې ( نيكي+ بدي) دا وړه ځواكونه لري، ډېر ښآيسته دى او په خپل ښكر كې پادزهر( د زهرو ضد) لري . د (سند) په تمدن كې د دې اسطوره اى موجود ځاى د لوړ دريځ او منصب ښكارندوى ( نماد) دى . د دې ښكرور اس تر څنګ، د قرباني له پاره د ځان سوزونې او د نورو څارويو څېرې ښكاري: پړانګ، د اوبو اس، اوښ او داسې نور.

داسې يو مهر هم پيدا شوى چې ( ا. و. فاير سرويس( A. Walter faivsevvece   يې ( انيل) او (مارشال) يې د ( شيوا) پخوانى انځور بولي. دا مهر ډېر ستر ارزښت لري. لرغون پېژندونكو دا مهر د ځناورو پادشاه بللى. د مهر څېره د جوګي په څېر سيخ، په ګونډو ناست دى او يوه ښكروره خولۍ يې په سر ده. د دی كس شا او خوا راز _راز څاروي  ښكاري او پاس يوه ليكنه ښكاري، د ( سند) په تمدن كې د عبادت راز_ رازوالې، پوهان او لرغون پېژندونكي دی بحث ته رابللي چې ايا خلكو په يو خداى باور درلود او كه راز_ راز عقيدې يې پاللې؟

      ځنې پوهان په دې اند دي چې هغه وخت له اورځايونو څخه دوه ډوله كار اخيستل كېده : يو د اور د ساتلو له پاره؛ ځكه چې د اور بيا بلول دروند كار و او دوهم دا چې دى كار ورو_ ورو د عبادت بڼه غوره كړه.

       په دې تمدن كې لاس ليكنه:

     د ( سند) د تمدن ستره ستونزه د لاس ليكنو په هكله ده. تر هغه ځايه چې موږ پوهېږو د دې تمدن ۶۴ مهرونه او ۴۰۰۰ ټوټې نور اثار لاس ته راغلي چې په ټولو يو ناپېژندلى ليك شته. د دې ليك طلسم د ډېرو هڅو سره _ سره او د ډېرو فني لارو چارو په مرسته تر اوسه نه دى مات شوى. كه كله دا طلسم مات شو ډېرو هغه پوښتنو ته به ځوابونه وموندل شي چې تر اوسه بې ځوابه دي. تر اوسه لا پوهان په دې سلا شوي نه دي چې دا سيلابي – نښه ییز ( نشانه اى) ليك دى او كه سيلابي؟

       نوې موندنې په تېره بيا د (پروفيسور اسكو پرپولا Ask parpda  څېړنې دا ښيي چې دا ليك Logo _ Syllabic يا نښه ییز _ غږيز دى. د دې ليك د طلسم ماتول به تر هغه وخته چې ژباړه يې له لوستل شوي متن سره يو ځاى نه وي ستونزمن وي؛ خو پروفيسور ( پرپولا) وايي چې بايد خپل اميد له لاسه ور نكړو او هڅو ته دوام وركړ.

        په دې توګه دا هير شوى تمدن له هغه مقالې  سره چې ( مارشال) وليكله، نور نو له هغه اذهانو څخه راووت چې پخوا وختونه يې هير كړى و او يا يې د نژادې ښه والي له پاره د ( ارين) د نژاد لمن ټينگه نيولی وه. دې خبرې داسې تاوده بحثونه پيل كړل چې تر اوسه روان دي. د بلخ د ( مولانا ) په قول په دې برخه كې هر څوك د خپل ګمان له مخې په بحث ورګډ شو.

      په دې ځاى كې ژبه: 

تر هغه ځايه چې د دې تمدن ليكنيزې څېړنې ښيي، ليكونه ( خط) او ليكنې يې يو شكل يا بڼه لري؛ خو دا داسې مانا نه لري چې ټولو خلكو په يوه ژبه خبرې كولې. دا قاعده په نورو ځايونو كې هم ليدلى شو؛ خو اصلي پوښتنه دا ده چې دې ژبې د ژبو په كومه كورنۍ پورې اړه لرله؟

((…. (مارشال) له همغه پيله له ( دراويدى) ژبې سره د دې ژبې د پيوستون خبره وكړه. په دې دليل چې دا ژبه له ( براهويي) ژبې سره چې همدا اوس د افغانستان او بلوجستان په ځينو سيمو كې خبرې پری كېږي، گډه ريښه لرري. د ( پراهويي) ژبې ځانګړتيا دا ده چې د ( هند_ اروپايي) ژبو په ډله او نور څانګو لكه     ( هندي)، ( اردو) ، ( پنجابي) ، (سندي)، ( زړه، منځنۍ او نوې پاړسي) ، ( اوستا) ، ( كردي) ، ( بلوچي) ، ( اورموري _ اورمړي . پښتو /ژباړن) ، (پښتو )، ( كافري) ، ( راز_ راز پاميري ژبې) او نورو پورې يې اړه نه لري.

       خو د ٰځينو پوهانو په اند ( براهويي) ژبه داسې د ( بلوڅي) تر اغيز لاندې راغلې چې دا فرضيه په سختي سره منلاى شو. په دې برخه كې د پروفيسر ( پرپولا) څېړنه چې په ډېر دقت او وسواس تر سره شوې، خورا په زړه پورې ده. دى ليكي (( داسې ښكاري چې دا ژبې به په قوي احتمال د ( دراويدى) ژبې يوه څانګه وي)).

 ځيني پوهان لكه ډاكتر ( طارق  رحمان ) د ( انتقال) او ( ادخال) فرضيه وړاندې كوي . د دې نظر له مخې لومړنۍ ژبه د وخت له پلوه د لومړيتوب له امله پ دوهمه ژبه ( انتقالي) يا ( ادخالي) اغيزې لرلى شي. په دې توګه هغه ويي چې له ( دراويدي) ژبې څخه ( هند_ اروپايي) ژبې ته ډېر وروسته ننوتلي له ( انتقال)  او (ادخال) سره اړه نيسي.

      د هغه وييونو په هكله چې په ( رګ ودا) كې له ( دراويدي) څخه اخيستل شوي دي، دوه دري بېلګې دلته راړو: فالم) phalam  ميوه) ، موكهم Mukham  (خوله) او كهاله khala) يا ( كور) د دروايدى ژبې په كورنۍ پورې اړه لري.

      دا خبره وايي هغه كسان چې په دې وطن كې د پخوانيو او اصلي اوسېدونكو دعوې كوي، د عربستان په ځاى تركستان ته روان دى، په دې توګه د ژب پېژندنې او لرغوني اسناد ښيي هغه كسان دلته زړه تاريخي سابقه لري چې ژبه يې له هغه وخت سره پيوستون يا نژديوالى ولري چې د ( هند_ اروپايي) ژبې ويونكى لا دلته نه و راغلي.

      پوهنيزې لاس ته راوړنې وايي چې ( براهويي) ژبه چې د ( راويدي) يوه څانګه ده او هغه خلك چې په دې ژبه خبرې كوي. د دې سيمې تر ټولو پخواني استوګن دي. دا كشف هغه كسان چې په ( هند_ اروپايي) او بېلا بېلو څانګو يې خبرې كوي، د ې سيمې نوي استوګن گڼي.

        د هغه كسانو په هكله چې په ( التايي_ مغولي) ژبه خبرې كوي، بايد ځانګړې څېړنه وشي. زه په دې تنګ وخت كې څو ټكي يادوم.

      د څلورمې م پېړۍ په دوهمه نيمايي كې، ځينو خلكو له شمال ختيځ لورې څخه د ( ساسانيانو) په سترواكۍ يرغل وكړ. دې خلكو په التايې ژبه خبرې كولې او له ( منګولیا) څخه راوتلى وو. دوى په منځنۍ اسيا كې د (ساسانيانو) واكمني پاى ته ورسوله. د ( التايي) د ژبو د كورنۍ توم د ( التاى ( Altay  له غره څخه چې په (منځنۍ اسيا) كې د ( سايبريا_ چين) په څنډه پروت دى اخيستل شوى. دا كورنۍ  په دريو سترو برخو( تركي، مغلي او ماخو_ تونګوز) ويشلى شو. ځينې كسان كوريايي او جاپاني ژبې هم د دې كورنۍ ژبې بولي. ( فوګلسانګ) په دې اند دي چې د دې يرغلګرو لمړنى ډله د ( يونان) يا ( هونان) په نامه د څلورمې م پېړۍ په نيمايې كې د افغانستان ( شمال) ته ننوته. د دوى له نامه ( هوني) څخه د دوى ځانګړتيا په زغرده ښكاري. بيا (يفليانو) د دوى ځاى ونېوه.

       په دې هينداره كې بايد ځان ته وګورو، نه دا چې دا هينداره ماته كړو.

       د دې تمدن شيندل كېدل:
همغسې چې مو مخكې يادونه كړې وه، دا تمدن په پاى كې ړنګ شو. دې برخه كې دوې نظريې شته:

       لومړنۍ دا وايي چې دا تمدن په طبيعي توګه او د سيندونو د تګلورو د بدلولو له امله ړنګ شوى، دوهم دا چې ( اريايي) كوچيانو له نيولو وروسته دا ښارونه  ړنګ كړي دي. د ( رګ ودا) په سرودونو كې دا اشارې شته چې داسی ړنګولو او فتح ته ګوته نيسي:

((….  اندرا Indra  د ( ابها يا وارتين كامايا Abhyarartin cayamana ) په مرسته د وارسيكا variskha  ولې ( ريښه) له مينځه ويوړې.

       هغه په (هاريوپيا Hariyvpiyah) كې د (ورسيوانس Vrcivans) مخكښو ( پيشقراول) ته كلك ګزار وركړ او شاتنيو ځواكونو له ويرې، تيښته غوره وبلله.

رګ ودا_ ۶ برخه، ۲۷ سرود، ۵ ايه ( بيت- پښتو ژباړن .

(هاريوپيا) ته اشاره همغه ( هاراپپا) ته اشاره ده.

د ( ج. م. كنيور (J.m.kenoyer  په اند : (( د هاراپيا په هيڅ برخه كې تر اوسه د داسې جګړې نښه نه  ليدل كېږي؛ خو په تاريخ كې د ډېرو وانوونكو جګړو په شان كيداى شي دا جګړه هم له ښاره بهر شوي وي. كه دښنه ماته خوړلي وي؛ خو د ښار ورانولو ته څه اړتيا ليدلى كيده؟)) .

زموږ تاريخ ليكونكي او تاريخ جوړونكي او دا تمدن:

په شلمه ميلادي پېړۍ كې زموږ تاريخ ليكونكي او تاريخ جوړونكي _ نه تاريخ پوهان _ پخوانيو له بيهقي څخه نېولې بيا تر كاتب پورې بايد جلا خبرې وشي، ( احمد علي كهزاد) ، ( ميرغلام محمد غبار) ،    ( عبدالحى حبيبي ) ، (محمد حسن كاكړ) او ترټولو نوى ( مير محمد صديق فرهنگ) بايد د دوى د اثارو د پاى د وخت له مخې په نښه شي.

      دې پړاو ته د دوى كتنه سړى له اريانتيا سره مخامخ كوي!

      لكه چې مو د مخه هم اشاره ورته وكړه، ښاغلى( كهزاد) له دوهمې نړيوالې جګړې څخه وړاندې او ورسسته د ( ارينتوب) او په ځانګړې توګه د ( ارين) د لوړ نژاد په هوا كې و. ده يو مخمس ليكلى و چې د افغانستان تر نامه لاندې په كال ۱۳۲۱ ل. /۱۹۴۲ م پورې  اړه لري.

       د دی ( مخمس) په لومړى برخه كې چې د ( كهزاد فرهنګي بنسټ) د كاركوونكو په اند ( د ستر كهزاد!؟ وطنپاله احساس څرګندوي) ( نداييه او سخريه – طرزى ) داسې راغلي دي:

      اى كشور افغانستان

      اى سرزمين باستان

      مهد فروغ اريان

      پاينده نامت جاويدان

        پاينده نامت جاويدان

(د تاكيد نښه د طرزي دی).

       په دې مخمس كې كه وضيعت همغسې دوام كړى واى او دا په داسې يوه هېواد كې چې بېلابېلې قومي ډلې لري په ملي سرود! بدل شوى واى، د ( اريان)  او ( افغان) له نومونو پرته نور نه دي ياد شوي.

       كهزاد سره له دې چې د ( سند) د تمدن په هكله د ( مارشال ) په ليكنو او په دې تمدن كې زموږ په پياوړي حضور خبر و؛ خو د ( تاريخ افغانستان) په كتاب كې يې دا موضوع حاشيې ته ايستلې ده.

       كهزاد د دی لرغون پېژندونكي نوم په قوسونو كې ( سرجان مارشال انګليس) راوړى دى. ده د ( سر) تورى چې يو لقب دى او د ( انګليس) توري چې د ( برتانیا ) د خلكو نوم دى، د ( مارشال) له نامه سره داسې نښلولى چې مبتدي لوستونكى فكر كوي چې همدا د دي لرغون پېژندونكي بشپړ نوم دى.

       زه نه پوهېږم چې دا تېروتنه د كتاب په لومړى چاپ ( ۱۳۲۵ هـ،ش) كې هم شوې وه او كه يوازې په دوهم چاپ ( ۲۰۰۰م) كې چې د ( كهزاد فرهنګي مركز) يې زيار ويستلى دى، تر سترګو كېږي. د دوهم چاپ په نامه كې هم د ژباړې امانت نه دى ساتل شوى، د بيلګې په توګه د كتاب نوم ( تاريخ افغانستان) په ( يك تاريخ افغانستان) ژباړل شوى او تر غټ عنوان لاندې يو بل کمکی عنوان ( يك تاريخ جامع افغانستان هنګامى كه اريانا خوانده ميشد) راغلي او د اريانا تورى غټ او ځلانده چاپ شوى دى. لږ لاندې ( لومړى ټوك) ليكل شوى او مخې ته يې په قوسينو كې چې ډېر د مانا له پاره استعماليږي، پارسي ويي راغلى، چې  هيڅ اړتيا ورته نه ليدل كېږي. بيا ليكل شوي ( از پيش از تاريخ تا سقوط خاندان موريا) او د دې د كورنۍ د سم نوم maoryans په ځاى Manion ليكل شوى چې نه پاملرنه څرګندوي.

      راځو اصل مطلب ته (كهزاد) بيا د( مارشال) له ليكنې څخه گټه اخلي؛ خو پرته له دې چې د اخځ نوم واخلي، دا تمدن د شرق ( اريانا) قالب ته اچوي د ( افغانستان ص ۱۸). هغه څه چې په دې يوه پاڼه كې هير شوي، په دې تمدن كې زموږ د ځاى خبره ده. بيا د دې كتاب ډېره برخه د ( اريايي) ښامار په خوله ننوځي.

      بيا ښاغلي ( غبار) او (حبيبي) د تاريخ په ( جوړولو) پيل وكړ. موږ لا تر اوسه هغه پړاو ته نه يو رسيدلي چې تاريخ وليكو.دې دواړو په كال ۱۳۴۶ هـ،ش/۱۹۶۵ م كې د ( افغانستان در مسير تاريخ) او (تاريخ مختصر افغانستان) كتابونه وليكل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب