Homeخبرونهپه کندهار کې له څو ورځو راهیسې د شپې له مخې مخابراتي...

په کندهار کې له څو ورځو راهیسې د شپې له مخې مخابراتي خدمتونه ټکني کیږي

تاند (د سرطان ۱۸مه) — په هېواد کې د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د وروستي تاوتریخوالي په لړ کې، له څو ورځو راهیسې د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کې د شپې له مخې مخابراتی خدمتونه ټکني شوي دي.

له کندهار ښار څخه یوه عیني شاهد تاند ته وویل چې د شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې ټیلیفوني خدمتونه ټکني وي او انټرني خدمتونه هم کار نه کوي.

دا لا معلومه نه ده چې په کندهار کې فعالو مخابراتي شرکتونو ته د حکومت وسله والو مخالفینو د خپلو خدمتونو د ټکني کولو خبر ورکړی، که هغوی پخپله په احتیاطي ډول د شپې له مخې خپل خدمتونه ودروي.

په افغانستان کې له لسیزو راهیسې د حکومتونو وسله وال مخالفین د برېښنا او مخابراتو خدمتونه د دې لپاره ټکني کوي چې په حکومت او په ښارونو کې مېشتو وګړو باندې فشار راوړي.

ویل کیږي چې د حکومت وسله وال مخالفین مخابراتي خدمتونه د دې لپاره ټکني کوي چې فکر کوي حکومتي ځواکونه یې د مخابراتي سګنلونو لپاره موقعیت معلوموي او بریدونه پرې کوي، خو عام خلک وایي چې د مخابراتي خدمتونو د ټکني کولو زیان عامو خلکو ته رسیږي ځکه چې حکومتي ځواکونه مجهز مخابراتي خدمتونه او وسایل لري او خپلې ستونزې پرې حلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...