سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو جوبایډن ته ګواښ کړی؛ که وغواړي په دوو اونیو کې ټول...

طالبانو جوبایډن ته ګواښ کړی؛ که وغواړي په دوو اونیو کې ټول افغانستان نېولی شي

تاند(جمعه، د سرطان ۱۹) د طالبانو د قطر دفتر پلاوي مشر شهاب الدین دلاور د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، که طالبان وغواړي دوو اونیو کې ټول افغانستان نېولی شي.

ولسمشر بایډن پرون د خبریالانو دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور لري او ایا دوی به واک ترلاسه کړي، وویل، نه! پر طالبانو باور نه لري، خو د درې سوه زرو په شمېر کې پر مجهزو افغان ځواکونو باور لري.

بل لور ته طالبان دا د ولسمشر بایډن شخصي نظر بولي او مسکو ته یې د دې ډلې تللي پلاوي غړی شهاب الدین دلاور وايي، که دوی وغواړي په ۱۴ ورځو کې ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوستلای شي.

دلاور زیاته کړې، بهرنیو ځواکونو ته فرصت ورکړل شوی، چې په ارامه فضا کې له افغانستان څخه ووځي.

تېره ورځ د شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی.

طالبانو همدا راز زیاته کړې، چې دا سفر یې د روسیې په رسمي بلنه تر سره کړی.

د یادونې ده چې د روسي خبري آژانسونو په حواله طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره پر احتمالي اوربند خبرې کوي او په دوحه کې د خبرو د بریا په صورت کې به خپل تهاجمي عملیات ودروي.

د طالبانو يوه پلاوي په مسکو کې نن له یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې د احتمالي اوربند پر موضوع د بحث او خبرو خبر ورکړی دی.

د روسي خبري آژانسونو د راپورونو په حواله، طالبانو په قطر کې د سولې د خبرو د بریا په صورت کې د خپلو تهاجمي بریدونو د توقف یادونه کړې او زیاتوي چې له افغان حکومت سره هم پر احتمالي اوربند بحثونه کیږي.

طالبانو څو ورځې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت له پلاوي سره له اوږدې مودې ځنډیدلي د سولې مذاکرات بیا پیل کړي دي.

په همدې روانه اونۍ کې رویترز خبري آژانس هم په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې طالبان په پام کې لري چې د روانې میاشتې تر پایه پورې افغان حکومت ته د سولې خپل لیکلی پلان وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب