جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبان: افغان حکومت سره مو پر اوربند بحث روان دی

طالبان: افغان حکومت سره مو پر اوربند بحث روان دی

تاند(جمعه، د سرطان ۱۹) د روسي خبري آژانسونو په حواله طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره پر احتمالي اوربند خبرې کوي او په دوحه کې د خبرو د بریا په صورت کې به خپل تهاجمي عملیات ودروي.

د طالبانو يوه پلاوي په مسکو کې نن له یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې د احتمالي اوربند پر موضوع د بحث او خبرو خبر ورکړی دی.

د روسي خبري آژانسونو د راپورونو په حواله، طالبانو په قطر کې د سولې د خبرو د بریا په صورت کې د خپلو تهاجمي بریدونو د توقف یادونه کړې او زیاتوي چې له افغان حکومت سره هم پر احتمالي اوربند بحثونه کیږي.

طالبانو څو ورځې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت له پلاوي سره له اوږدې مودې ځنډیدلي د سولې مذاکرات بیا پیل کړي دي.

په همدې روانه اونۍ کې رویترز خبري آژانس هم په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې طالبان په پام کې لري چې د روانې میاشتې تر پایه پورې افغان حکومت ته د سولې خپل لیکلی پلان وړاندې کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ملګري ملتونو ویلي، چې ښکېل اړخونه دې ژر تر ژره د خبرو مېز ته ستانه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په قطر او کابل کې یې د دواړو لورو له مشرانو سره پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

نوموړې ویلي په دې لیدنو کې یې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړل شي، شخړې دې پای ته ورسېږي او په بېړنۍ توګه دې دواړه لوري د خبرو مېز ته ستانه شي.

لاینز وایي چې د افغانستان د سولې مذاکرات د ملګرو ملتونو له هر اړخیز ملاتړ برخمن دي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.

لاینز څو ورځې وړاندې دوحې ته تللې وه او هلته یې له طالبانو سره په خبرو کې د مذاکراتو پر دوام او بیا پیلېدو ټینګار کړی دی.

نوموړې ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او ښکېلې خواوې باید دا واقعیت درک کړي.

1 COMMENT

  1. هههه،سوله طالب سره افغانان وکړي که د پنجاب له غلامانو سره،باداران يې يو څه وايي پنجابي ملېشې د طالبانو په رنګ کې په افغانانو پنجابی اسلامي امارت غواړي؟ په هغه افغان دې لعنت وي چې اوس هم په جهاد او د امارت په نوم فکر کوي او نه سترګې لري نه عقل چې له أول نه تر اوسه ټول جهاد د افغانانو په قتل روان ده او افغانستان هره ورځ چې لږ په پښو ولاړ سي يو ځل بيا يي د وراني او وحشت په تورو شپو کې راګیر کړي، اول يې مجاهد منافقان وو اوس يې د طالب په نوم پنجاب غواړي چې بیا د کمپونو ژوند ته مو ټيله کړي، نړۍ ته مو شرمينده کړي، د خيرات لمن بیا ورته ونيسو او يو څو خڅوزي کې واچوي، بیا مو کابلي په نوم هر جای تلاشي کړي، ګنډې مو را وګوري؟ ماشومان مو د ګرمي قربانيان سي؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب