جمعه, مې 17, 2024
Home+کېله مو له ډېرو وژونکو ناروغیو ژغوري؛ خو په ځینو مو اخته...

کېله مو له ډېرو وژونکو ناروغیو ژغوري؛ خو په ځینو مو اخته کوي

مېوې روغتیا ته ډېره ګټه لري او په ټوله نړۍ کې خلک د خپلې روغتیا د ساتنې لپاره له مېوو نه ګټه اخلي. د مېوو له ډلې یوه خوندوره او ترڅنګ یې خورا ګټوره مېوه کېله ده. په حقیقت کې کېله هم د روغتيا لپاره بې شمېره ګټې لري. ۱: کیله په ژور خپګان غلبه کوي او د ځانګړو موادو پر درلودو د خوښۍ لامل کېږي. ۲: کېله د پوتاشیم ښه منبع ده او داسې مُغذي مواد لري چې مغز ته د آکسیجن د انتقال دنده لري. همدارنګه مرسته کوي چې خپل ذهن هوښیار وساتئ. ۳: سربیره پر دې کېله د پارکیسون او آلزایمر ناروغیو په مخنیوي کې ډیر رول لري. ۴: روغتیاپوهان وایي، کېله له دې سره ـ سره ، چې ښه میوه ده یو ډول طاقتمنده غذا هم ده. ۵: کیله په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه کلسیم لري، چې د ورځې درې دانې کیلې خوړل د بدن نیمه برخه کلسیم پوره کولی شي او ښه ځانګړنه یې دا ده، چې د کیلو کلسیم د پنیر او شیدو د کلسیمو په پرتله زر هضم کیږي. ۶- کېله له هغو میوو څخه شمیرل کیږي، چې د سي ویټامینونو څخه په زیاته اندازه غني دي. ۷- کېله د بي ویټامینونو په درلودلو سره د هغه میوو په کتار کې راځي، چې د بدن توازن مو سالم او نارمل ساتي. ۸- د سترګو دید هم زیاتوي او هم یې صفا کوي، د ماشوم په وده کې مهم رول لري، د وینې په جوړیدا او د روماتیزم په مخنیوي کې مثبت تاثیر لري. ۹- کیله له هغه موادو څخه برخمنه ده، چې نه پریږدي په ګردو کې مالګه جمع شي او د پوتاشیمو په درلودلو سره د وینې د شریانونو د بندیدا مخه نیسي. ۱۰- د پورته موادو په درلودلو سربیره کېله مګنیزم، سوډیم، فاسپورس، اوسپنه، مس، پروټینونه، کلورین، کولیسترول، کاربوهایډریټ، و یټامین اې، بي، سي او اي هم لري. ۱۱: کېله د روغ زړه د درلودو لپاره ښه مېوه ده. څېړنو جوته کړې په کېله کې موجوده پتاشیم د زړه ضربان منظم ساتي. کیله د ډېر فیبر لرونکې ده چې د کولمو د پاکولو مسوولیت لري، همدارنګه له اسهال سره مبارزه کوي. ۱۲: کېله له ویټآمین سي آنتي آکسیدان او فیبر څخه ډکه ده او دا درې مادې په سیستم کې د انرژي تولید کوي د همدې لپاره هغه کسان چې ډېر ورزش کوي په خوراکي رژیم کې یې کیله حتمي ده، هغه نشایسته چې په کېله کې شته، د وینې قند په انرژي بدلوي. ۱۳: څېړنو جوته کړې که غټان له کېلې څخه په خپل خوراکي رژیم کې ګته واخلي، د دژنراسیون ماکولا با عضلاتي انحطاط توسعه چې په سن پورې اړه لري تر ۳۶ سلنه کموي، دا ناروغي د بینایي د انحطاط له غټو لاملونو څخه په مسنه خلکو کې ده. ۱۴: کلسیم د هډوکو د پیاوړي کېدو او سالمه ساتلو لپاره بسنه نه کوي او د دې کار لپاره له کلسیم څخه ډیرو شیانو ته اړتیا لرو. کېله ويټامین سي، ویټامین بي ۶ او پتاشیم لري، دا مُغذي مواد د کلکو او سالمه هډوکو د درلودو لپاره اړین دي. ۱۵: د جاپانیانو د څېړنو پر بنسټ پوره پخه کېله چې تور خالونه ولري داسې مواد لري چې له سرطان سره مبارزه کوي ۱۶: روغتیا پوهان وایي؛ چې کېله په خپل ترکیب کي په کافي اندازه اوسپنه لري، او د هیموګلوبین په تولید سره د کمخونۍ مخه نیسي. ۱۷: د روغتیاپالانو په خبره که څوک د معدې په رنځ اخته وي او معده یې جوش کوي یا یې هم معده زخم ولري نو په ورځنۍ توګه دې یوه دانه کېله خوري ځکه کیلې د انتي اسید ځانګړتیاوو د لرلو له امله د معدې په ساتنه کي اغیزمن رول لري او د هغې د تخریش څخه مخنیوی کوي. ۱۸: کېله په لږه اندازه سوډیم او په پراخه کچه د پوتاشیم مواد لري نو که د وینې د لوړ فشار څخه ځوریږئ نو د کېلې خوړل مه هیروئ. ۱۹: همداراز کېله د هغو میندو د صحت لپاره چې اولاد یې په نس وي هم اغیزمنه نسخه ده. ۲۰: خو د کېلې خوړل د ګټو ترڅنګ ځینو کسانو ته جانبي عوارض او زیانونه هم لري. د کېلې خوړل د هغه چا لپاره چې د شکرې ناروغي لرۍ ښه نه ده باید ونه خوړل شي، ځکه چې کېله ډېر قند لري او د شکر د ناروغ لپاره سراسر تاوان ده. کېله په نهاره باندې مه خورئ! کیله له مګنیزیم څخه ډکه میوه ده او کله چې په نهاره او ناڅاپي ډول وخوړل شي، په بدن کې د مګنیزیم اندازه زیاتیږي؛ په وینه کې د مګنیزیمو او کلسیمو د اندازې تعادل له منځه ځي او په پایله کې زړه او عروقو باندې ناوړه اغیزه کوي او امکان لري چې انسان له بدو پيښو سره مخ کړي. هغه کسان چې د وینې ناروغي ولري او یا چاغ وي باید د کېلې له خوړلو ځینې ډډه وکړي.   د ډیلي میل د ورځپاڼې له مخې؛ اوس مهال د کېلې ونې په سلو هیوادنو کې سم حاصل ورکوي او د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د کېلو یو موزیم شته چې ۱۷۰۰۰ ډوله کېلې په کې ساتل کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب