شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو کمېسیون: د جګړې ښکېل لوري دې د خلکو له...

د بشر حقونو کمېسیون: د جګړې ښکېل لوري دې د خلکو له کورونوسنګر نه جوړوي

تاند ( جمعه، د سرطان ۱۸) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د بشر پالنې نړیوال اصول او د جګړې قوانین مراعات کړي.

د دې کمېسیون غړي او ویاند شکرالله مشکور ویلي، د جګړې هېڅ لوری اجازه نه لري چې له ملکي وګړو د ډال او له هستوګن ځایونو یې د سنګر په توګه استفاده وکړي.

د نوموړي په خبره هغسې چې د جګړې د قوانینو له مخې ټولګټي تاسیسات خوندیتوب لري، شخصي هستوګن ځایونه هم خوندیتوب لري او باید د جګړې د لورو له خوا تر بریدونو لاندې رانه شي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې وسله والو طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې په کندز کې د یو شمېر خلکو کورونه له دولت سره د همکارۍ په تور سوځولي دي.

د مشکور په وینا په دې اړه هم دوی څېړنه کوي.

وسله والو طالبانو بیا  د دې ادعا په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي او خپلې مېنې ترې پاتې دي.

بې ځایه شوې کورنۍ وایي، وسله وال طالبان یې له کورنو د سنګر په توګه ګټه پورته کوي او دوی اړ دي څو د خپل ژوند خوندیتوب لپاره کلی او کورونه پرېږدي او کډې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب