Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپټا تړون ۶ میاشتې نور هم...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپټا تړون ۶ میاشتې نور هم وغځول شو

تاند ( جمعه، د سرطان ۱۸) د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت تړون د شپږو نورو میاشتو لپاره  هموغځول شو.

یاد وزارت وايي، چې د اپټا تړون د غځولو پرېکړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني او د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ستر سلاکار رزاق داوود ترمنځ لاسلیک شو.

اپټا د سوداګرۍ او ترانزیت تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شو.

که څه هم دغه تړون د پنځو کلونو لپاره و، خو لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ د باور وړ دی.

د معلوماتو له مخې د اپټا د تړون پر اساس افغانستان کولی شي، چې د پاکستان واګې او کراچۍ بندر له لارې هند ته خپل سوداګریز توکي صادر کړي او همداشان دغه تړون پاکستان ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته صادرات وکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو په اساس د اپټا د نوي تړون د تدوینولو کار ۹۵سلنه بشپړ شوی او د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې د دغه تړون د نهايي کولو پر سر کار پيل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...