شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهصالح نائب زاده ته: که طالبانو ته د سرتېرو د تسلیمۍ له...

صالح نائب زاده ته: که طالبانو ته د سرتېرو د تسلیمۍ له تشویق لاس وانخلې، جهنم ته به دې ولیږم

تاند ( جمعه، د سرطان ۱۸) د ولسمشر لومړي مرستیال امرلله صالح په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي امیرشاه نائب زاده ته د تليفون له لارې په ګواښوونکې لهجه امر کوي، چې طالبانو ته د افغان سرتیرو د تسلیمیدو له تشویق لاس واخله او که نه جهنم ته به د ولیږم.

صالح په دې تلیفوني اړیکه کې په تونده لهجه ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي ته  وایي: « جهنم ته به دې ولېږم. ته پوهېږې چې هېواد پر څه حال دی؟ تا کثیف میلیونونه واخیستل او طالب ته وایې چې ولایت به ورته تسلیم کړې».

د ولسمشر د لومړي مرستیال دې اړیکې په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه را پارولي دي.

ډېری افغانان یې ملاتړ کوي او وایي، چې د صالح غږ د ولس غږ دی او باید د ملت خائنین له منځه یوړل شي.

بل لورته تازه په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي امیرشاه نائب زاده،د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د وروستي ګواښوونکي خپاره کړي تلفوني پیغام په غبرګون کې له ولسمشر غني غوښتي، چې ژر تر ژره دې د صالح د ادعاوو ثبوت لپاره یو پلاوی وټاکل شي.

نوموړي ویلي، که چیرې د صالح ادعاوې ثبوت شوې، چمتو دی چې بادغیس کې عام محضر کې اعدام کړل شي.

دا ټکر داسې مهال رامنځته کېږې، چې په دې وروستیو څو ورځو کې په بادغیس ولایت کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوی.

2 COMMENTS

  1. ژوندی دی وی امرالله صالح صاحب د غلو جرګی غړی ټول په فتنو ککړ دی ډیر نر کاری کړی کاش په حقيقت کي هم همداسی وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب