جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د کوپا امریکا جام پایلوبه نن ترسره کېږي

د کوپا امریکا جام پایلوبه نن ترسره کېږي

تاند ( جمعه، د سرطان ۱۸) د کوپا امریکا جام فوټبال پایلوبه نن د جون میاشتې په ۹مه نېټه د ارجنټاین او برازیل ترمنځ ترسره کېږي.

په دواړه لوبډلو کې پیاوړي او د نړۍ مشهور لوبغاړي شته دي.

ارجنټیاین سره میسي او برازیل سره نیمار لوبېږي.

میسي او نیمار چې تر ۴ کلونو زیات یوځای په بارسلونا لوبډله کې لوبېدلي، اوس به د کوپا امریکا جام پایلوبه کې یو د بل پر وړاندې لوبېږي.

د میسي اړوند ارجنټاین د کوپا امریکا په دوهمه نیمه پایلوبه کې کولمبیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او برازیل لوبډلې وړمه ورځ په نیمه پایلوبه کې پیرو لوبډلې ته ماتې ورکړه او دواړه لوبډلې پایلوبې ته ووتې.

1 COMMENT

  1. د فوټبال د ورزش په هکله می زړه غواړی چی ډیر څه ولیکم ( البته نه له فنی نظره بلکه له ذوقی نظره ) خو هم کار او هم د ډیرو لوښو مینځل می حوصله د اِفلاس سره مخامخ کړېده.
    د فوټبال د شوقیانو ( خصوصاً د ارجنټاین او برازیل د لوبی د شوقیانو ) د معلوماتو لپاره غواړم عرض کړم چی:
    دا لوبه په جمعه نه بلکه د کابل په وخت د یکشنبې د سهار پر پنځه نیمی بجې تر سره کیږی.
    بله دا چی:
    ډیرو کسانو ډیر مهم مهم هوائی سفرونه د وخت په هکله د سوء تفاهم له امله مِس کړی او له لاسه ور کړی دی.
    مثلاً په ټکټ کی لیکل سوی دی چی پرواز د سه شنبه په ورځ پر یوه بجه او شل دقیقې تر سره کیږی، مسافر بیچاره په حقیقت کی د اشتباه له مخی د چهار شنبه په ورځ پر یوه نیمه بجه هوائی ډګر ته ارغنداب ارغنداب ور روان وی یعنی څلور ویشت ساعته وروسته.
    حال دا چی د سه شنبه یوه نیمه بجه = د دوشنبه په شپه.
    اصلاً په اروپا کی د ساعت او بجو تنظیم ډیر علمی دی، یعنی ۲۴ ساعتونه ئې پر ۲۴ برخو ویشلی دی او هر ساعت ځانته خپله شمېره لری، د AM او PM غُل سیسټم نه کاریږی.
    یوه بجه = د شپې یوه بجه
    ۱۳ بجې = د ورځی یوه بجه
    د شپې دوولس بجې = 00.00 بجې یا ۲۴ بجې.
    بله دا چی:
    د اورېدو څخه، زما مورنۍ ژبه پښتو ده او ویل او لوستل او لیکل په کولای سم خو چی د پښتو د ژبی د ټولو جیبونو هر کونج می تلاښی کړی دی د ” بجې ” یا ” بجو ” د پلار او نیکه او انا او اخښیانو شجره او سوانح می نه ده پکی موندلې.
    نو
    چی دا ” بجې ” به د کومی کوڅې څخه راغلی وی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب