جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+انګلستان پاکستانۍ لوبډله له سترې ماتې سره مخ کړه

انګلستان پاکستانۍ لوبډله له سترې ماتې سره مخ کړه

تاند ( جمعه، د سرطان ۱۸) د پاکستان او انګلستان ترمنځ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې انګلستان پاکستان ته ستره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه انګلستان وګټله او پاکستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د پاکستان ټوله لوبډلې په ۳۶ ام اورو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۴۱ منډې یې وکړې.

د انګلستان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۲۱ اورونو کې د یوه لوبغاړي په زیان پوره او لوبه یې د ۹ ویکټو په ستر توپیر  وګټله.

د انګلستان له خوا ډیویډ ملن ۶۸  او زاک کراولي ۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو دوهمه لوبه  به یې د جولای په ۱۰مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...