شنبه, مې 18, 2024
Home+د بادرنګو له حیرانونکو ګټو او زیانونو خبر شئ

د بادرنګو له حیرانونکو ګټو او زیانونو خبر شئ

لیکونکې: عایشه سمسور

بادرنګ د کدو له کورنۍ څخه دی له همدې امله د کدو په څېر یخ دی، او دا چې بادرنګ د کال په ټولو موسمونو کې موندل کېږي، نو د انسانانو په غذايي رژیم کې ځانګړی ځای لري.

بادرنګ داسې یو بوټی چې هم د سبو په کورنۍ کې شمېرل کېږي او هم مېوه ګڼل کېږي.
ځینې خلک بادرنګ د ميوې په بڼه خوري، خو ځينې خلکو ته بیا بادرنګ د هغو سبو له ډلې دی چې په سلادونو کې یې کاروي او د خلکو او د دسترخوانونو ښکلا ده.
بادرنګ ډېرې ګټې لري، او ځينو ناروغیو د مخنیوي، د وزن د کموونکو سبو له ډلې دی.
بادرنګ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کرل کېږي او په افغانستان کې یې هم کښت ښه حاصل ورکوي، په افغانستان کې لغمان او فراه ولایتونو بادرنګ خورا مشهور دي.

ځینې خلک دا فکر کوي، چې ښایې بادرنګ به کومې ګټې نه لري؛ خو نه! دا فکر سم نه دی؛ بلکې بادرنګ داسې روغتیایي ګټې لري، چې تاسې به یې ونه منئ.

بادرنګ په خپل ترکیب کې داسې مواد له ځانه سره لري، چې کولی شي انسان ورسره له مهلکو ناروغیو وژغوري.

دلته مو د بادرنګ له ځینو داسې ګټو سره اشنا کوو، چې کولی شو د هغوی په مرسته له سختو ناروغیو څخه ځانونه خوندي کړو:

۱- د زړه سوی له منځه وړي او زړه اراموي.
۲- په خیټه کې د دانو په له منځه وړلو کې مثبت اغیز لري او د خیټې د تیزابو په ختمولو کې مهم رول لري.
۳- د ګردې او مثانې د کاڼو په ویستلو او له منځه وړلو کې ګټور تمامیږي.
۴- د وینې فشار نورمال ساتي.
۵- د خولې بدبویي له منځه وړي.
۶- په خپل ترکیب کې زیاته اندازه اوبه لري، چې په دې سره د بدن د اړتیا وړ اوبه ښې پوره کولی شي.
۷- بادرنګ داسې مواد لري، چې ورسره سردردي ختمیږي.
۸- داسې مواد هم پکې شته، چې د سرطاني حجراتو مخنیوی وکړي، مانا دا چې سرطان ضد خاصیت لري.
۹- ادرار پیدا کوي، چې په دې توګه د بدن زهریله مواد خارجوي.

۱۰ – بادرنګ د پوستکي د نرمښت لامل ګرځي، که تاسو غواړئ چې پاک او نرم پوستکی ولرئ، نو له بادرنگو ګټه واخلئ. لومړۍ بادرنګ ټوټه کړئ او بیا یې پر مخ و موښئ. په بادرنګ کې شته کیمیاوي مواد ستاسو د مخ له پوستکي سره یوځای کېږي او مخ مو نرم او ښایسته کوي. دا کا پردې سربېره، چې د مخ پوستکی مو پاک، نرم او ښایسته کوي، د مخ وچوالی او ګونځې هم له منځه وړي.

۱۲– که سردرد یاست، نو د بادرنګو په بې زیانه درملو د سر درد مخنیوی وکړئ.
۱۳ – د شپې له خوا د بادرنګو خوړل د دې لامل ګرځي چې سهار ډېر په هوسا له خوبه راپاڅېږئ او د ارامتیا احساس ولرئ. همدارنګه د هیجان د کمولو لپاره هم بادرنگ ګټور دی. د هوساینې او ارامتیا ترلاسه کولو لپاره او د هیجان له منځه وړلو لپاره لومړی اوبه جوش کړئ او بادرنګ پکې واچوئ د بادرنګ کیمیاوي مواد، د دې لامل ګرځي چې آرامتیا او هوساینه در په برخه کړي.

۱۴– بادرنګ د الکترولیت ويټامين B او قند په لرلو سره د وجود تعادل برابر ساتي.
۱۵– بادرنګ د هغو غذاګانو له ډلې دی چې صفر کالوري لري، که غواړئ چې د لوږې احساس مو لرې کړئ او داسې کالوري ترلاسه کړئ چې د چاغښت مخه ونیسئ، نو له بادرنګو ګټه واخلئ.
۱۶– بادرنګ ستاسو بوټونو ته ځلا ورکوي او تاسو کولای شئ د بادرنګو یوه ټوټه واخلئ او په خپلو بوټونو یې وموښئ بوټونه به مو ډېره ښه ځلا پیدا کړي او د نوو بوټونو په څېر به ځلېږي.
۱۷ – بادرنګ دخولې بدبوی له منځه وړي. د خولې بدبوی لپاره یو ټوټه بادرنګ واخلئ او په خپلې ژبې برسېره یې کېږدئ، په بادرنګو کې موجوده فوتو شیمیایي مواد د خولې بدبوی له منځه وړي.
۱۸– د بادرنګ ځینې نه پاکېدونکي رنګونه پاکوي، د بېلګې په ډول د قلم د رنګ له منځه وړل دي او د بادرنګو يوې ټوټې سره کولای شئ د قلم د رنګ لکې او داغونه له منځه یوسئ.
همدارنګه بادرنګ د فلزي وسایلو، لکه توره او د حمام د لوازمو پاکولو لپاره ډېر ګټور دی. که د بادرنګو یوه ټوټه په دغو وسایلو وموښول شي هر ډول لکې یې له منځه وړلای او ځانګړې ځلا ورکولای شي.

۱۹ــ د ورځې دوه بادرنګه د انسان د ویټامين سي اړتيا شپږ سلنه پوره کوي.
مګر د بادرنګو د پام وړ خاصيت د هغه يخوالی دی، چې په ګرم موسم (اوړي) کې ډېر ګټور وي.
د بادرنګو خوړل د تازه والي احساس درکوي، همدارنګه تر یوه بریده د ګرمۍ او تندې مخه هم نیسي. ځکه چې بادرنګ ۹۶% له اوبو جوړ دی، نو د یوه بادرنګ خوړل تقریبا له یو ګیلاس اوبو سره برابرېږي.

۲۰ــ هېره دې نه وي، که بادرنګ له پوستکي سره په داسې حال کې وخورئ، چې سم نه وي پرېمینځل شوي او یا هم تازه نه وي، نو د معدې په هضم کې ستونزه رامنځته کوي، د معدې باد پيدا کوي او ستاسو معدې ته تاوان رسوي. د هغوی چې معدې کمزورې دي، کولای شي له شهدو “شاتو” سره یې وخوري.
ـ که بادرنګ ډېر پوخ شوی وي خوړل یې ښه نه دي. ستاسو د معدې او زړه په زیان تمامېږي.

نوټ
ـ د بادرنګ د ښه هضم لپاره کولای شئ له سرکې او یا هم د زیتونو له غوړیو سره یې وخورئ. همدارنګه له لیمو او یا د سلاد په توګه له مالګې سره خوړل یې هم ګټور وي.

1 COMMENT

  1. د ګټورو او علمی معلوماتو څخه مو ډیره ډیره مننه.
    زموږ غوندی هیوادونو بادرنګ یقیناً چی په طبیعی ډول کرل کیږی او د لمر د حرارت د جذب تر څنګ نور اړخونه ئې هم غنی او طبیعی او ګټور دی
    امّا
    په غربی اروپا کی اوسیدونکی زموږ ګران وطنداران باید د طِبی ډاکټرانو دا توصیه له پامه و نه غورځوی چی اروپائی بادرنګ باید حتماً پوست کړه سی ځکه پوستکئ ئې په کیمیاوی موادو اخته سوئ دئ چی روغتیا ته زیان رسولای سی.
    اروپائی بادرنګ، زموږ د وطن هغو بیچاره خویندو او لوڼو ته ورته دی کومی چی د مکتب او تحصیل او علم او حتی کوڅې او بازار د فضا د لمس څخه بې برخی دی او کله چی ۸۰ کلنی سی نو لمر او بازار او عمومی ځایونه وینی .
    د اروپا بادرنګ په سرپوښ ځای کی کرل کیږی ( او کیمیاوی مواد او هورمونونه ور تزریق کیږی) په سرپوښ ځای ور ته د عاجل بلوغ سندره ږغول کیږی، په سرپوښ ځای له بوټی شکوَل کیږی، په سرپوښ ترانسپورټ کی مغازې ته رسول کیږی، په سرپوښ ځای رانیول کیږی او راوړل کیږی او خوړل کیږی چی البته سرپوښ وروستی منزل ( ګېډی ته ) لېږل ئې یوه طبیعی پروسه ده او دا چی اتیا ساعته وروسته ( احتمالاً ) لمر او خلاصه فضاء وینی نور ئې ځوانی او مستی تېره او حتی ماهیت ئې بدل سوئ دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب