پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeمقالېپه پاکستان کې د قامونو ژبې او کلتور | بوریوال کاکړ

په پاکستان کې د قامونو ژبې او کلتور | بوریوال کاکړ

 چې کله هم په پاکستان کې  قومي ورځ  راشي نو په دې ملک کې د اوسېدونکو قامونو له ژبو او کلتورونو سره د ریاست رویې ته په کتو زړه یو ناممکن خواهش وکړي چې ارمان هره ورځ ۲۳م مارچ یا ۱۴م اګست واي ، دا ځکه چې په هم داسې ورځو د پاکستان پر ټي وي ، ریډیو او سټیج پروګرامونو کې د مطالعه پاکستان په وینا   د مقامي زبانو ځینې سندرې او د کلتور نښې کتوونکو او اورېدونکو ته وړاندې کېږي.

 پر داسې موقعو د ملک دښمنانو ته د یووالي ښودلو لپاره ډېر په فخر ویل کېږي چې پاکستان د ښایسته ګلونو یو ګلدسته ده. خو چې دا ورځې تېرې شي نو د نورو قامونو په اړه څه نه شم لیکلای خو پښتانه په هغه ښایسته ګلدسته کې د ګل بڼه بدله کړي او بیرته په ډرامو کې د ګل خان په نامه چوکیداري پیل کړي او یا د موټرو د بېټریو او تېلو د مشهورۍ لپاره د لاریو ډرایور شي. هم د د بېټریو او تېلو پردي کاروبار ته وده ورکوي او هم د غلطې اردو په ویلو خلک خندوي.

 که چېري په پاکستان کې پښتو ، بلوڅي ، سیندهي ، سرایکي او نورې ژبې د نظراندازه کولو پر ځای هغوي ته پاملرنه شوې وای نو اوس به په پاکستان کې مېشت قامونه یو د بل په ژبو پوهېدل او یو د بل په رسم رواج او کلتور خبر وای. او که چېري هلته له مېشتو قامونو سره په هر څه کې انصاف شوی وای نو د اویا کلن پاکستان هغه حالات به پخوا لا تېر شوي وای کوم ته چې دوي نازک دور وايي.

 د نړۍ هیوادونه په دې خوښي څرګندوي چې هلته بېلا بېل ولسونه ژوند کوي او دې فکر ته وده ورکوي خو په پاکستان کې کیسه برعکس ده. دلته محب وطن یوازې هغوي دي چې له ۱۹۴۷م کاله را  وروسته تاریخ د ځان بولي او تر هغه پر وړاندې تاریخ باور نه لري. یانې د محب وطن کېدو لپاره دا شرط دی چې دلته به هر څه ته د پاکستانیت په نظر ګورې. داسې فکر به کوي چې دلته اوسېدونکي ټول خلک ، د هغوي رسمونه ، د ژوند طریقې او لباسونه هر څه پاکستاني دي. آن تر دې چې له هنده راغلي نهاري خوراک ، د سیندهیانو بریاني ، د بلوڅو سجي او د پښتنو د لاندې غوښتې ته به هم پاکستاني خوراکونه وايې. که دې چېري دا وویل چې دا خوراکونه تر پاکستان وړاندې هم وو نو څنګه پاکستاني شو؟ نو بیا که غدار وبلل شوې نو ګیله مه کوه.

 په پاکستان کې قومي ژبه اردو بولي خو فخر د انګریزي په ویلو کوي. کوم خلک چې اردو ته قومي ژبه نه ویونکي غداران بولي ، په هغوي کې د زیاتره کسانو خپل بچي په هغوي سکولونو کې زده کړې کوي چې هر څه پکې په انګریزي ژبه دي.

 د چیک جمهوریت په مرکز پراګ کې د پوهنتون ویلو پر وخت یو ورځ په ټولګي کې د مورنیو ژبو په اړه بحث پیل شو. ما له مختلفو هیوادونو سره تعلق لرونکو زده کوونکو ته وویل چې زما د پلار او نیکه په کلي کې ماته په سکول کې په داسې ژبې درس ویل کېدی چې زما مور هغه ژبه نه ویلای شوه او نه هم په پوهېده. زما ټولګیوالو ماته په داسې نظر وکتل چې ګواکې زه دروغ وایم. بیا چې کله ما ورته دا کیسه وکړه چې په پاکستان کې یو نه بلکه بېلا بېل قامونه ژوند کوي نو بیا هغوي شاید قانع شو. خو په پاکستان کې د ډېرو قامونو د اوسېدو خبره کول هم غداري بلل کېږي.

 په پاکستان کې له مورنیو ژبو سره نه یوازې ډېره بې انصافي شوې ده بلکې اوس هم روانه ده. داسې تاثر ورکول کېږي چې ګواکې پرمختګ یوازې په اردو او انګریزي کې ممکن دی او د مورنیو ژبو خبره کوونکي لېوني شوي دي. ځکه خو پرویز خټک ویلي وو چې  زه په مورنیو ژبو کې د تعلیم خبره واورم نو په مغزو کې مې ډز وشي.

 تاسو فکر وکړی چې یو کس یو جاپاني وګړي ته ووايي چې ته جاپانۍ ژبه لیکلای او لوستلای شې؟ یا یو جرمني وګړي ته ووايي چې ته په جرمنۍ ژبه کې لیک لوست کولای شې؟ نو هغوي به خامخا پر دې سړي د لېوني ګمان وکړي. خو هم دا کس که هم دا تپوسونه له پښتنو ، بلوڅو او نورو قامونو وکړي نو لېونی به نه وي ځکه چې په دې قامونو کې داسې خلک د نه برابر دي چې خپله ژبه په سمه توګه لیکلای او لوستلای شي.

 د پاکستان یو تکړه خبریال سهېل وړایچ په خپله یو خپرونه کې د سپېن هیواد په بارسلونا کې له یو مشهور پنجابي تجار چوهدري امانت مهر څخه وپوښتل چې تاسو په سپېن کې ژوند کوی خو بیا هم خپلو بچیو ته پنجابي ژبه ولې ور زده کوی؟ نو هغه ورته وویل ، دا ځکه کوو چې په ژبه پورې زموږ تاریخ تړلی دی او چې پنجابي یې زده کړه نو خپل تاریخ او رېښې به ورته یادې وي. خو په پاکستان کې نه یوازې پنجابیان بلکې نور قامونه هم داسې دي چې تر خپله ژبه په پردۍ ژبو ویلو ځان ورته عالم او پرمختللی ښکاري.

 تاسو کله د ګلونو پلورونکي دوکان ته ورشی. د یو رنګ ګلونو ګلدسته دومرې ښه نه ښکاري لکه د بېلا بېلو ګلونه ګلدسته چې څومره ښایسته وي. نو د خبرې مطلب مې دا دی چې پاکستان باید یوازې په مخصوصو ورځو نه بلکه هر وخت د پښتون ، بلوڅ ، سیندهي او ټولو قامونو ژبو او کلتور ته درناوی وکړي او هغوي ته وده ورکړي. د دې ژبو او کلتورونو موجودګي د پاکستان لپاره خطر نه دی خو ځپل یې ښايي ورته خطر پېښ کړي. ځکه چې د بنګال ژبې ، کلتور او حقونه یې نه منل نو هغوي ورڅخه لاړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب