پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېدرینورزو د اسلام او کلتور له نظره

نورزو د اسلام او کلتور له نظره

نوروز (نوې ورځ) مذهبي او کلتوري ورځ ده. د دې ورځې نمانځل له زرونو کلونو راهيسې را روان دي.
دا ورځ د اوو هېوادونو مېله (جشن) دی چې مسلمان هېوادونه يې کلتوري اړخ په نظر کې نيسي او مجوسيان يې د مذهب له اړخه پالنه کوي.
د نمانځونکو له نظره، له دې ورځې سره سم هېوادونو کې موسم بدلېږي. طبيعت ځوانېږی، پسرلی راځي او بوټي او ګلان بیا ژوندي کېږي. دوی یې په خوښۍ هر کلى کوي، څو په دې ډول له موسم نه خوند هم واخلي او روان کال يې ټول په همداسې مېلو او خوښیو تېر شي.
د مذهب له نظره يې د حراموالي دلیل
د دې ورځې پر ځای الله جل جلاله مسلمانانو ته دوه نورې ډېرې غوره ورځې ورکړي دي.
اسلام كې د نوروز نمانځلو منع راغلې. لکه څرنګه چې اوسني وخت کې خلک د کال نوې ورځې په خوښیو او جشنونو نمانځي، دا په اصل کې زردشتیانو او مجوسیانو له اسلام څخه مخکې پيل کړی و. کله چې د اسلام دین په نړۍ کې را پورته او وځلېده او حضرت رسول کریم صلی الله علیه وسلم چې دا دوه ورځې ولیدلې، نو خلک یې د دغو ورځو نمانځلو څخه منع كړل:
عن انس قال : قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ ويوم الفطر. رواه ابوداود.
حضرت انس رضی الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې مدينې ته تشريف راوړ، نو د مدينې خلکو په دوو ورځو کې خوشالۍ کولې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: دا کومې ورځې دي؟ هغوی ورته وويل: موږ د جاهليت (کفر) په وخت کې په دغو ورځو کې خوشحالۍ کولې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: الله جل جلاله دغه ورځې په دوو داسې ورځو سره در بدلې کړي، چې تر دغو ورځو غوره دي، يوه د لوى اختر او بله د کوچني اختر ورځ ده.
د اسلام په مبارک دين کې ددې ورځې د منعې او حراموالي په اړه زښت زيات نور دليلونه او ثبوتونه هم شته، خو دا د هغو خلکو لپاره بسنه کوي چې ددې ورځې د روا والي لپاره دلایل نه لټوي.
همدا رنګه په يوه بل نبوي حديث کې راغلي (من غش فليس منا).
څوک چې دوکه کوي هغه زموږ څخه نه دی.
ددې ورځې نمانځلو ته بانې جوړول هم يوه دوکه ده او بايد هيڅکله د خپلې ډلې، مذهب او قانون سره دوکه ونشي ځکه چې عواقب يې ډېر بد وي.
په يوه حديث کې راغلي دي (من تشبه بقوم فهو منهم) ژباړه: کوم څوک چې د کوم قوم سره مشابهت کوي، هغه د هغوى له ډلې څخه دى.
څرنګه چې دا يوه مذهبي ورځ ده، که مسلمانان يې ونمانځي، نو مالومه ده چې له نورو غېر مسلمانو نمانځونکو سره مشابه کېږي.
نوروز او ادبيات
نوروز پښتو ادبياتو کې هم یاد شوی دى او بايد چې یاد شي ځکه چې دا د ښکلا د موسم لومړنۍ ورځ ده او د شاعر کار د طبيعت او انسانانو له ښکلا سره دى. په هره زمانه کې شاعران تېر شوي او هغوى به د خپل ذوق او شوق مطابق د طبيعت ستاينه کړې وي، که د هر څومره مخور شاعر په اشعارو کې هم نوروز ستایل شوی وي، نو دا د نوروز په روا والي دلیل نه شو نیولی.
ليکنه: انجينر رشيد احمد حقپال

1 COMMENT

  1. http://www.taand.com/main/archives/123385
    سلامونه وروه هیله ده چه دا پورته مقاله هم درسره ولولي دا هم د نوروز په اړه ده . تاسو ته زما وړاندیز دا دي چه د انجییرپه ځاي ملا ولیکي ځکه ستاسو لیکنه د حجر د وخت لیکنه ښکاري. کوم مبایل چه تاسو غوږ ته په
    دی تصویر کي نیولي دي نه په حدیث کي راغلی او نه په ایات کي. په حدیث کی راځی چه العلم علمان علم الادیان و علم الابدان نو تا بیا انجینري له کومه ځایه راویسته. همدارنګه هر څوک چه هر ډول حدیث وغواړي پیدا کولاي شی داعش ځانته حدیثونه پیدا کوي او د خلکو سرونه پری کوي طالب ځانته حدیثونه پیدا کوي او ځانمرګي بریدونه کوي حزب اسلام د همدي حدیثونو په بنسټ جمعیت کافر ګاڼه او جمعیت هم حدیثونه او ایتونه پیدا کول چه حزبیان درته کافران کړي حال داچه دا ټول یوازي او یوازي حنفي مذهبه یو حزب وحدت اسلامي او دسیاف ډله خو پریږده. زه د ټولو عقیدو ته درناوي لرم خو د عقیدی له کبله باید ملک او نظام ته زیان ورنه رسي لکه امان لله خان په وخت کي چه رسیدلي وو. نور جزیات په پورته لیکنه لوستلی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب