۷۴ کاله مخکې د «راډیو افغانستان» له څپو یوه سندریز ښځینه غږ ازانګې وکړې؛ « دختر باغبان گلزارم… گل فروشم زمن گل بخرید…»، دا معجزیی ملایم خو چوپتیا ماتونکی غږ د مېرمن پروین و او دا ښکلی غږ لومړنی ښځینه غږ شو چې د « تابو شکن» لقب یې وګټل.
خدیجه رحیم ضیایي مشهوره په مېرمن پروین په ۱۳۰۵ ل کال کې د کابل ښار د یوې روڼ اندې کورنۍ څښتن، نامتو مشروطه غوښتونکی مبارز، سیاست وال او شاعر عبدالرحیم ضیایي مشهور په «شیون کابلي» په کور کې وزېږېده. مور یې «بي بي کو» او انا یې « بی بي حلیمه مشهوره په مېرمن شاه بوبو» په اماني نهضت کې د ښځو د زده کړو او حقونو روڼ اندې مبارزې مېرمنې وې. مېرمن شاه بوبو د نجونو د زده کړو په ملاتړ خپل یو کور د کابل ښار د علی مردان په سیمه کې د نجونو لومړنیو ښوونځیو ته ډالۍ کړ چې وروسته دا ښوونځی د «لیسه عالي علی مردان» په نوم ونومول شوه.
د مېرمن پروین ماشومتوب له کړانو سره مل و، د هغه وخت د سیاسي بدلونونو له امله یې پلار مسکو ته تبعید شوی و خو له کړاو او ستونزو سره مل ژوند کې مېرمن پروین نېکمرغه وه چې مور او انا یې لوستې او زړوره وروزله.
پروین لومړنۍ زده کړې د «نسوان مستورات» په لومړني ښوونځی کې پیل کړې، د قابلګۍ په برخه یې زده کړې بشپړې کړې، د زده کړو له بشپرېدو وروسته یې د همدې ښوونځي په «مستورات روغتون» کې د قابلګۍ په دنده بوخته شوه.
د موسیقۍ په هنر کې د مېرمن پروین لومړنۍ ګامونه:
مېرمن پروین له ماشوتوبه له سندرو ویلو سره علاقه لرله، په ځینو کورني محفلونو کې به یې سندرې ویلې او په همدې وړتیا یې لومړنی ګام د موسیقی دنیا ته را کېښود. د هېواد نامتو کمپوز جوړونکې استاد برېشنا په یوې مرکې د مېرمن پروین د سندرو ویلو د پیلېدو کیسه داسې وکړه:
« خدیجه ضایي مې خپلوانه وه، په کورني محفلونو کې به یې سندرې ویلې، ما او استاد لطیفي پرېکړه وکړه چې د خدیجې سندرې ثبتې کړو، لومړی مو د خدیجې نوم بدل کړ، خدیجې ته مو د «مېرمن پروین» نوم غوره کړ، د هغه وخت د کورني شرایطو سره سم د پروین کور ته ولاړو، یوه پرده مو ولګوله، د پردې یوې خواته پروین او بلې خواته مو موسیقي غږونکې کېنول او څو سندرې مې ځیني ثبت کړې». دا سندرې وروسته له راډیو څخه خپرې شوې او ولس یې تود هر کلی وکړ.»
له لومړنۍ سندرې د مېرمن پروین د سندرو سفر پیل شو. په کال ۱۳۳۰ ل کال کې په لومړي ځل په چادرۍ کې د راډیو افغانستان ستډیو ته ولاړه او د استاد غلام حسین کمپوز شوي سندره د « دختر گلفروش» مشهوره سندره یې ثبت کړه چې له خپرېدو سره دا سندره ډېره مشهوره شوه.
په راډیو کې د لومړنۍ سندرې د ثبت په هکله له ازادي راډیو سره په یوې مرکې کې مېرمن پروین وویل:
« زه له راډیو څخه ډېره ډارېدم، نه مې غوښتل راډیو ته لاړه شم، خو کله چې مې واورېده په راډیو کې ټول نارینه غږونه دي او ښځینه غږ نه شته، د همدې له پاره مې دا جرآات وکړ چې راډیو ته ولاړه شم او د ښځو د محرم غږ سکوت مات کړم.»
د مېرمن پروین د هنر د غوړېدو او شهرت پړوا:
مېرمن پروین مشهوره شوه او دې شهرت لا پسې زړوره کوله، هغه د راډیو له ستدیو یو ګام نوره هم مخکې ولاړه، په لومړۍ ځل ستیج ته وخته او پر ستیج یې سندرې وویلې. د پروین دې زوړر ګام ورو ورو د نورو ښځینه سندرغاړو د زړه هنري تارونه هم وشرنګول او همزولو سندرغاړو یې د موسیقي په ډګر کې خپل بخت وازمویه، د وخت په تېرېدو ډېرې ښځینه سندرغارې ورو ورو د پروین همګامه شوې، پروین نوره یوازې نه وه، له همزولو سندرغاړو سره یې جوړه جوړه سندرې ثبتې کړې او د ښځینه سندرغاړو دا کتار تر راتلونکو څو کلونو پورې ډېر اوږد او رنګین شو.
د وخت په تېرېدو د مېرمن پروین د سندرو خوږلت او شهرت د کابل ښار له فضا څخه د ګاونډي هېوادونو ستېجونو ته ورسېده، هغه بهرني هېوادنو ته د کنسرت له پاره ته بلل کېده او لومړنی هنري سفر یې له مسکو څخه پیل کړ.
مېرمن پروین مسکو ته سفر په داسې یو وخت کې وکړ چې د سیاسي کړکېچونو له امله یې پلار « شیون کابلي» مسکو ته د هغه وخت د حاکم سلطنت لخوا تبعید شوی و، له سیاسي اختلافاتو او د مېرمن پروین کورني ځورونې سره، هغې د هنر او د هېواد د نوم د ځلولو له پاره هر سیاسي عمل او عقده هېره کړې وه، ځکه مېرمن پروین ته خپل هنر او هېواد ارزښت لرل او خپل هنر او هېواد یې د شخصي ګټو له پاره قرباني نه کړ.
مېرمن پروین مسکو ته د خپل لومړنۍ هنري سفر په هکله په یوې مرکې وویل: « مسکو کې مې کنسرت ورکړ، وروسته له کنسرت څخه په مسکو کې افغان سفیر زما تود هرکلي وکړ، سفر او کنسرت په جوړولو کې ډېره همکاري وکړه.»
مېرمن پروین کابو ۵۰۰ سندرې په راډیو افغانستان او تلویزون کې ثبتې کړې دي او دا سندرې یې په پښتو، دري او اوزبیکي ژبو ویلی دي. هغې خپلو سندور ته د نامتو شاعرانو شعرونه او ولسي سبک خوښاوه. د ولسي موسیقۍ یوه مشهوره سندره یې دا ده:
راځه راځه زړه مې بیمار دی
ارسلا خان ته مې پلار نه ورکوي خوار دی
راځه راځه…
مېرمن پروین په خپلو ولسي سندرو کې د ښځو د ټولنیزو ستونزو مسله په سندرو کې راخیسته چې د ناوړه رواجونو او د ښځو د حقونو د غوښتنې له پاره یې مثبته مبارزه ګڼلی شو، د دې سندرو یوه بېلګه د ارسلا خان سندره ده، په دې سندره کې هغه خپل محبوب ته نه رسېدو لامل د هغه غریبي او خواري ګڼي چې دا ستونزه په افغانه ټولنه کې مالي ستونزې، ناوړه راوجونه او د کورني موقف توپیر په نښه کوي. همدارنګه له مېرمن ازادې سره یې د خواښې او نږور په جنجالونو د« او عروس نازدانه من بیا بیرم خانه» سندره ډېره ښکلې ویلې ده، دا سندره په کورني ژوند کې د ښځینه وو تر منځ د جنجالونو په اړه ښکلی داستان لري او د سندرې په پای کې د کورني جنجالونو او ستونزو پای ته یې ښکلی مثبت پیغام پرېښی دی.
د مېرمن پروین دا سندرې او دې ته ورته نورې ډېرې سندرې دي چې د هغه وخت د «راډيو افغانستان» د فرمایشي سندرو په پروګرامونو کې د اورېدونکو په غوښتنه ډېرې خپرېدې، د پروین او همزولو سندرغاړو ملایمو غږونو د افغانې ټولنې د کورني ژوند چاپیریال ته خوښي، تفریح، د ښه او ارام کورني او ټولنیز ژوند مثبت پیغام او ښادي وربښله.
د مېرمن پروین شخصي ژوند:
د مېرمن پروین د شخصي ژوند په هکله ویل کیږي هغې واده کړی و خو د ژوند ملګری یی برتانیایی هند تښتېدلی و له هغه ځای څخه یې د حاکم حکومت په هلکه منفي تبلیغات کول. ژوند ملګری یې مېرمن پروین ته لیک لېږلی و او غوښتنه ترې کړې وه چې هند ته راشي خو مېرمن پروین د هغه بلنه نه وه منلې، په ځوابي لیک کې ورته لیکلي و: «زه د دښمن کورته نه درځم او خپل وطن پسې منفي تبلیغات نه کوم.» له دې پرېکړې سره یې د جلا کېدو فیصله هم وکړه. مېرمن پروین اولادونه نه لرل، هغې درې ماشومان فرزندي روزلي و چې په فرزندي لوڼو کې یې یوه د هېواد نامتو هنرمنده او ممثله مېرمن محبوبه جباري ده چې د عمر تر اخري شېبو یې خدمت وکړ.
د مېرمن پروین غږ ابدي شو:
مېرمن پروین د دښمن کورته نه تګ له پرېکړې کلونه وروسته په ۱۳۷۰ ل کال کې په کابل ښار باندې د تنظیمي جګړو د وحشتونو له وحشته په امان پاتې نه شوه، په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د هغه هېواد کډوالۍ ته مجبوره شوه چې دې د هېوادنۍ مینې له پاره خپل ژوند ملګری ورته بایللې و.
د مجاهدینو د تنظیمي جګړو د پېلدو له امله د هنر او موسیقۍ له شوره ډک غږونه یو ځل بیا محرم او چوپ شول. دې چوپتیا د پروین او همزولو سندرغاړو د کلونو کلونو خواري او زحمت د وحشي جګړو او ځان غوښتنې په اور وسېځل او بربریت وحشي چوپتیا د سندرمارې پروین غږ د کډوالۍ په غربت کې ډب کړ او هغې د سندرو ویلو شور او ترنم وبایله.
له ښه مرغه د ۱۳۸۱ ل کال سیاسي بدلون مېرمن پروین له کډوالۍ بېرته د شیرین وطن غېږې ته راستنه کړه. هغې په یوې کې وویل: « څرنګه چې مې د ښاغلي حامد کرزي نوم واورېده، نور مې طاقت نه کېده او په پاکستان کې یوه شبېه پاتې کېدل راته سخت شو، رښتیا وایم له پاکستان څخه مې ډېر بد راځي.»
مېرمن پروین خپل شرین وطن ته راغله او په وروستي ځل یې په خپل ملایم غږ په هېواد کې سندره وویله خو له بده مرغه د بیا پیل دا سفر یې زر پای ته ورسېده، د ۱۳۸۴ کال د لیندۍ په ۱۸مه نېټه دا ملایم او مهربان غږ د ابدي ژوند ګلبڼ ته کډه وکړه او مېرمن پروین دا فانۍ نړۍ له یوې نړۍ نغمو سره راتلونکې هنرمندو نسلونو ته د یوې سترې فرهنګي او هنري زېرمې په توګه په میراث پرېښوده.
د مېرمن پروین د هنر او شخصیت څو مهم او مثبت اړخونه:
ــ د مېرمن پروین د ژوند په او هنر په اړه چې څومره معلومات یا مرکې خپرې شوې د هغو مرکو او معلومات له مخې د پایلې په توګه ویلای شو چې مېرمن پروین د هنرمندې تر څنګ یوه زړوره او مبارزه، په هېواد میینه او د هېواد و ملي ګټو د ساتنې سرتېرې هم وه. هغه د هېوادنۍ مینې له پاره خپل ژوند ملګرې څخه لار بېله کړه ځکه ژوند ملګري یې د جاسوسي او هېواد ته د خیانت په تور تورن و او مېرمن پروین له داسې خاین انسان سره په بهر کې تر ژوند کولو خپل هېواد ته وفاداري او پاتې کېدل غوره وګڼل.
ــ د هغه وخت حاکم سلطنت د مېرمن پروین کورنۍ د سیاسي اختلافاتو له امله ځورولې وه، دارایي ضبط او پلار یې تبعید شوی خو پروین ته خپل هنر او هېواد مهم و، هغې پرې نه ښوده چې سیاسي اختلافات د هغې د هنر رنګ او ښکلا او د هېواد مینه زیامنه کړي.
ــ د سیاسي کړکېچونو له امله د مېرمن پروین ماشومتوب له کړاونو ډک و خو د دې ټولو ستونزو سره هغې حوصله و نه بایله، خپل هنر او شخصیت یې د شهرت او مجبویت معراج ته ورساوه، هنر یی په خورا ښه انداز وړاندې کړ او شخصیت یې په ښه توګه وساته او دا پیغام یې ورکړ چې ستونزې د انسان د هڅو مخه نه شي نیولای.
د مېرمن پروین د شخصیت او هنر عالي صفتونو ته په کتو یو افسوس راځي چې کاش هر افغان حداقل د ویاړلې مېرمن پروین دا ځانګړنې په ځان کې لرلای، که شخصي ګټو او سیاسي عقدو هېواد سوځولای شوای نه واې، نن به افغانستان د ژوندیو افغانانو هدیره نه وه، د ښوونځیو او پوهتنونونو دروازې به تړلې نه وې، د موسیقي الې نه ماتېدې، سندرې به حرامې نه وې او د جهالت لښکر به حاکم نه و.
پاکیزه آرزو
د نوامبر ۲۵مه، ۲۰۲۴ز کال، برمتون ښار، کاناډا
یادونې: « دختر ګلفروش» د مېرمن پروین لومړۍ سندره نه وه، تر هغه مخکې یې نورې سندرې هم وې خو دا سندره یې په راډیو کې په لومړي ځل ثبته کړه او ډېره مشهوره شوه ځکه د لومړنۍ سندرې په نوم یادیږي.
د لېندۍ په ۱۸مه د مېرمن پروین ۱۹ تلین دی، دا لیکنه د نوموړې د تلین په مناسبت د هغې هنر او مبارزې ته د درناوې له پاره لیکل شوې.
ماخذونه:
– در امواج ازادي ، د مېرمن پروین په یاد کې د ازادي راډیو خپرونه، د مېرمن پروین مرکه، ـ منصوري، واحد، میرمن پروین، هنرمند که سدهای زن ستیزی را درنوردید. http://www.hambastagi.orgـ، ـ نیم نګاهی به زندگي میرمن پروین، افغان جرمن انلاین، http://www.afghan-german.com