یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه مزارشریف کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

په مزارشریف کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

تاند – له مزارشریف څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، نن ماښام ناوخته د دغه ښار په اومه ناحیه کې د چادونې غږ اوریدل شوی دی.

یو شمېر کسانو په ټولنیزو شبکو کې ادعا کړې چې لږترلږه دوې چاودنې شوي. د دوی له ادعا سره سم چاودنې د کارتې صلح (د سولې مېنه) د پولیسو په یوه ماموریت کې شوي دي.

دوی همداراز ویلي، چې د چاودنو له کبله مرګ ژوبله هم پېښه شوې خو د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

ځینو نورو سرچینو ویلي چې یوه چاودنه شوې ده.

تر اوسه د بلخ ولایت امنیتي چارواکو د چادونو د څرنګوالي او له کبله یې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب