یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالب چارواکو ته د حقاني خبرداری؛ د خلکو له ملاتړ پرته دوام...

طالب چارواکو ته د حقاني خبرداری؛ د خلکو له ملاتړ پرته دوام نه شو کولای

تاند: (جمعه، د میزان ۲۸ مه) د طالبانو د د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني خپلو یو شمېر منسوبینو ته خبرداری ورکړی چې د خلکو له ملاتړ پرته یې رژیم دوام نه شی کولای.

نوموړي په یوه غونده کې د کابل لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو ته ویلي: «که خدای تعالی ته په رېښتینې مانا تسلیم شو، ولله دا مخلوق به ټول راته تابع وي. خو که باطن کې خراب یو او په ظاهر بزرګۍ کوو خدای مو رسوا کوي ولله که پاتې شو. حکومت کې ډېر خلک وایي چې په ما څوک نه دي خبر، قسم په الله ج، چې د الله ج څخه نافرماني وشي خامخا افشا کیږي.»

په دې غونډه  کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال، محمد نبي عمر و ویل: «بعضی مراجعین په بعضو ځایونو کې شکایت کوي، یا والي صېب ته ورغلم یا له مانه شکایت کوي معاون ته ورغلم، امنیه قوماندان ته ورغلم، بې پروا و، تور سر ناست و یا یې پښې په میز اچولې وې یا یې د ما خبرو ته توجه نه کوله، نو دې شیانو ته ورونو ډېر متوجه شی.»

سراج الدین حقاني تر دې مخکې هم د طالبانو چارواکو ته ورته څرګندونې کړې وې.

د هغه له داسې نیوکو وروسته یو ځل د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کنایوي ډول د دوی له چارواکو غوښتي وو چې د ښکاره نیوکو پر ځای د خپلمنځیو مشورو او اصلاحي غوښتنو لپاره خپلې غوښتنې مطرح کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب