جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+له (تېر) زده کړه او پر (اوس او راتلونکي) تمرکز

له (تېر) زده کړه او پر (اوس او راتلونکي) تمرکز

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری

موږ باید په (تېر) کې محدود نه شوو. له تېر وخته د زده کړې او نورو لارو د نن او سبا پر مسایلو تمرکز وکړو.

که پر تېرو ویاړونو د ځان باورۍ او له بریو او ماتو څخه د درس اخیستلو لپاره تمرکز وکړو، ښه ده. خو که یوازې تېر ویاړونه په افراطي ډول او بیا بیا تکراروو، او پر نن، د نن ورځې د ستونزو پر حل، د یو ښه حالت راوستلو لپاره پر کار او د سبا لپاره د یو روڼ لیدلوري په جوړولو کار ونه کړو. تاوان کوو.

د تاریخ پر تېرو پیښو ستراتیژیک تمرکز له موږ سره مرسته کوي چې:

له بریاوو او اشتباهاتو زده کړه وکړو: تاریخ په دې برخه کې موږ ته ارزښتمن درسونه رامخې ته کوي، چې له مثبتو درسونو یې داسې زده کړه وکړو چې د اوسني وخت په شرایطو او ظروفو کې یې واچوو، لا یې تقویه کړو او د خپل نن او راتلونکي پرختګ لپاره ترې استفاده وکړو.

کلتوري او ملي هویت وساتو: له تاریخ څخه دا هم زده کوو چې زموږ تاریخ او ارزښتونه زموږ د اتحاد او بري سبب شوي دي او کوم شاخصونه وو چې موږ پرې دغه بري ته رسېدلي وو. هغه شخصیتونه، کیسې، روایتونه او بریاوې باید وساتو او درناوی یې وکړو چې موږ یې مثبت لوري ته رسولې یوو.

انتقادي تفکر او تحلیل هېر نه کړو: تاریخي پیښې باید په داسې انتقادي نظر تحلیل کړو، چې د بري او ناکامۍ ټول کورني او بهرني فکټورونه په هراړخیز ډول پکې راشي، او د هغو او نوو فرصتونو او امکاناتو او شرایطو په رڼا کې د نن ستونزو ته د حل لارې پکې ومومو.

تاریخي او فرهنګي میراثونه مهم وګڼو: تاریخ له موږ سره مرسته کوي چې خپل کلتوري میراثونه، هنر، ادبیات او عنعنې وپیژنو او وپوهېږو چې له بنسټه زموږ په جوړښت کې یې څه ډول برخه اخیستې ده.

انګیزه ترې واخلو: تاریخ له داسې کیسو، اشخاصو او حرکتونو ډک دی چې پر ستونزو بریالي شوي دي، صبر او عزم یې کړی او ساتلی دی، او لویې بریاوې یې ګټلي دي. دا کیسې راتلونکیو نسلونو ته انګېزه ورکوي چې دوی هم د خیر او پرمختګ په مزل کې ستړي نه شي، روحیه لوړه وساتي او هدف ته ورسیږي.

د پالیسۍ جوړولو او تصمیم ګیري مسیر ترې زده کړو: دولتوونه او پالیسي جوړونکي کولی شي، تاریخي ارقام او معلومات د اګاهانه پریکړو او پالیسیو جوړولو لپاره په نظر کې ونیسي او استفاده ترې وکړي. له تېرو مثبتو یا منفي تجربو زده کړه موږ ته توان راکوي چې د اغیزناک او یا برعکس مضر کار او عمل په نتیجو له مخکې پوه شوو.

د لانجو مخنیوی وکړو: د تاریخ زده کړه کولی شي، د ستونزو په ریښه یي سببونو رڼا واچوي او مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د دغه ډول ستونزو او لانجو مخنیوی وکړو. دپلوماسي او روغه جوړه د تاریخي بیلګو په رڼا کې کیږي.

پر تېر تاریخ د زیات تمرکز زیانونه او د شاته تګ احتمال

په انتخابي او مشخصو مسایلو تمرکز: تاریخ مو ممکن داسې لوري ته سوق کړي چې ځانګړي جریانونه راته له حده زیات ښه یا له حده زیات بد وښودل شي، چې دا د ناسم قضاوت او په نتیجه کې د ناسم تصمیم سبب کیږي. د بیلګې په توګه که د تاریخ بریالیو برخو ته زیاته توجه وشي، کاذب غرور پیدا کوي. که د ماتو، کمزوریو او ظلمونو کیسې زیاتې ولوستل شي، ناهیلي، بې باوري او د نورو سره د کینې او کرکې سبب کیږي.

په شکایاتو له حده زیات تاکید: کله کله تاریخ انسان دې ته بیایي چې تل له کورنیو چارواکو او بهرنیو تیریو شکایت پکې وي، دا شکایتي روایتونه ذهنونه منفي کوي، نیت او پریکړې یې په عکس العملي لور سوقوي او د روغې جوړې او پرمختګ مخه نیسي.

د پرمختګ ودرول: کله کله تاریخ په خپله دایره کې د ایسارید او پرمختګ د مخنیوي سبب کیږي.

له مخکې تیارو روایتونو ته غورځېدل: تاریخ کله کله د مسایلو د حل لپاره د شخص د نظریو او افکارو سره سم تیارو جوړو شوو روایتونو ته د غورځېدو سبب کېږي او د نوښت، انتقادي تفکر او هیله مندۍ مخه نیسي.

د عمل مخنیوی: کله کله په تېرو پیښو زیات تمرکز د نوي تحلیل، بیاکتنې او د هغوی له مخې د نوي ډول عمل د فلجیدو سبب کېږي. د اوسنیو ستونزو د حل پر ځای په تاریخي اختلافاتو او ستونزو کې بند پاتې کېدل زیاتره منفي نتیجه ورکوي.

له تاریخه ناوړه ګټه اخیستل: کله کله له تاریخي پېښو د خپلو سیاسي، ډله ایزو او شخصي ګټو او پروپاګنډ لپاره سوء استفاده کیږي، چې رښتیا، لوی هدف او سمه لار پکې ورکیږي.

د توپیري چلند لارې خلاصول: کله کله د یو خاص قوم او ډلې پر ضد تاریخي اسناد د هغوی پر خلاف د ظلم، بد چلند او تعصب او تبعیض او په نتیجه کې د هغوی د حقوقو د تلفیدو سبب کیږي.

په نتیجه کې باید دا ومنو چې که د تاریخ مطالعه له یوې خوا د زده کړې او ودې یوه پیاوړې وسیله ده، خو له بلې خوا ترې څخه منفي استفاده هم کېدای شي. نو تاریخ باید د هغه د مثبتو او منفي عواقبو د امکان په پام کې نیولو سره د انتقادي تفکر او پوره ویښتیا په روحیه ولوستل شي چې له منفي اغیزو او شاته تګ مخنیوی وشي. تاریخ باید د عقل، مثبتې انګیزې او نوي فکر وسیله شي، نه د لانجو د زیاتولو او خپلو محدودو اجنداوو ته د استدلال میندلو بهانه. د تاریخ د تېرو بریاوو او ماتو له لوستلو څخه باید په داسې ډول زده کړه وشي چې زموږ د اوسني او راتلونکي حال له بهبود سره مرسته وکړي.

که پر اوس او راتلونکي تمرکز وکړو، د شخصي ودې، او انکشاف، او ټولنیزو پرمختګ او یو روښانه مسیر به لاندې ګټې تر لاسه کړو:

په همدې شېبه کې ژوند کول: شخص ته زمینه جوړوي چې له خپل ژونده خوند واخلي چې د دقت له زیاتېدو، رواني فشار له کېدو، او عمومي روغتیا له ښه والي سره مرسته کوي. همدا راز شخص ته مثبت لیدلوری او هیله بښونکی مسیر ټاکي.

هدف ټاکل او پلان ګذاري: پر اوس او راتلونکي تمرکز د هدف ټاکلو او پلان جوړولو وړتیا او فرصت زیاتوي او زمینه جوړوي چې خپلو هدفونو او هیلو ته ورسیږي. پر راتلونکې دا متمرکزې هڅې د شخصي او مسلکي پرمختګ سبب کېږي.

له بدلون سره تطابق: راتلونکي محوري له ټولنیزو، ټکنالوژیکي او مسلکي بدلونونو او ننګونو سره شخص عیاروي او مقاومت، انعطاف او د نوو فرصتونو میندل ورته اسانوي.

نوښت او پرمختګ: پر راتلونکي تمرکز شخص تکړه کوي چې په بېلابېلو برخو کې نوښت او پرمختګ وکړي او نوې مفکورې، سیستمونه، ټکنالوري او حل لارې راوباسي.

ټولنیز پرمختګ: که دا راتلونکی محور تمرکز په ډله ایز ډول وشي، د ټکنالوژۍ، نوښت، زیربنا، روغتیايي خدمتونو، ښوونې او روزنې، اقتصادي پلانګذارۍ، چاپیریالي ثبات، علمي پرمختګ، عدالت، ټولنیز اتحاد او ستونزو د حل د اوږدمهاله هدفونو په تأمین کې مرسته کوي.

په مجموع کې راتلونکې محوري د لرلید په پراخېدو، مثبت فکر کولو، هیله مندۍ، اوږدمهاله بریاوو، او ټولو احتمالي پېښو ته د تیارۍ لپاره ضرور او ګټور ده.

په تېر کې اوسېدل او له تېر وخت سره زیات پیوند ساتل کله کله د نوستالژیا په نوم یادوي. نوستالژیا یو مغلق، زیاتره یو تریخ احساسي حالت دی چې یو انسان یې له تېرو وختو سره تجربه کوي. دا ډول خلک تېر وختونه، تېر یادونه، تېر خلک، تېرې پیښې، او تېر ځایونه همیشه رایادوي، چې دواړه مثب او منفي احساسات راپارولی شي. احساسي ارام، له هویت سره پیوند، ټولنیز تړون، اروایي فشار جبرانول، انګیزه ورکول، نوښت ته لار هوارول، وخت او ساعت تیرول او ترې زده کړه یې مثبت اړخونه دي. خو په دوامدار ډول پر تېرو وختونو او یادونو تمرکز له اوس او راتلونکي کار، هڅو، پلان، هدفونو او بریاوو د راګرځېدو سبب کیږي، د بدلون منلو قابلیت کموي چې په نتیجه کې د فردي او ټولنیز وروسته پاتې والي سبب کیږي. د دې توازن ساتل ضرور دي چې تېر مثبت وختونه او یادونه ولمانځو خو پر اوس او راتلونکي اساسي تمرکز وکړو. د دغه ډول توازن ساتل د شخصي ودې ټولنیز پرمختګ، او یو پرثمره ژوند سبب کیدای شي.

ټولو ته د ټولو شخصي او ټولنیزو مثبتو بریاوو په هیله.

5 COMMENTS

  1. سلام
    تېر :
    اصلا اهانت او ښکنځل کومه ځانګړی توره اوپوهه نه ده له بده مرغه یو شمیر کسان دغه نزاکت نه مراعات کوی زه باور لرم هرڅوک ورسره په تنګ کیږی او صبر له لاسه ور کوی.
    داکتر ابراهیم باندې زه هم نیوکه لرم خو دغه نېوکه دکلام په عفت کې .
    زه دتېر په هکله ډیر نګران یم او ډیرې پو ښتنی لرم نو لومړۍ پوښتنه مې داده چې دی څنګه
    دپوهنې وزیر شو دابه ښه پیل وی او
    ؟ هم ښه معلومات ! مننه

    • ګرانه وروره، سلام علیکم او مننه،
      زه د ېب فارغ، د مدیریت ماستر او د څو نورو سندونو لرونکی وم. په ملګرو ملتونو کې مې کار کړی و او بیا د یوې نړیوالې موسسې مشر وم. د هغې په څنګ کې مې جمعه او شنبه مدني داوطلب او خیریه کار ته ورکړي وو. د الله تعالی فضل وو، هم په رسمي دنده او هم مدني فعالیتونو کې د پوره خدمت فرصت په لاس راغی او بې شوره او بې مدعا مو خیر ورسېده. د یونیسف او مدني ټولنې په کار کې مې پوهنه هم شامله وه او له نورو ملګرو سره مو په دغه برخه کې مه کارونه کړي وو. بل دا چې زه یو لیکوال وم، نو له ټولنیزو علومو سره مې مینه زیاته او په نتیجه کې کار اغیزناک وو.
      د کرزي صاحب په وخت کې ماته د ریاست او ولایت تر کچې بستونه وړاندیز شوي وو، خو هغه وخت مې نه وو منلي.
      ډاکتر صاحب اشرف غني زما مشر دوست او راسره ډیر مهربان وو. کله چې ولسمشر شو، ماته یې وویل چې سره له دې چې د عامې روغتیا متخصص یم خو په پوهنه کې زیات اغیزناک یم، ځکه هغه زما له طرحو خبر وو. ما دولت ته په تګ په شخصي ډول ډېر تاوان وکړ، معاش مې درې برابره کم او کار مې لس برابره زیات شو. ما پنځه مسلسل کلونه د سهار له اووه د ماښام تر اوه بجو د اوني اوه ورځط کار کاوه او په پنځه کلونو کې مې یو ځل د روغتیايي کتو لپاره هند ته د سفر په خاطر ۵ ورځط رخصت اخیستی وو. روغتیا مې شدیده ضربه ولیده، ځکه د لمر له رڼا او ورزش چې زما منظم عادتونه وو، په دغو کلونو کې راڅخه پآتې شول.
      خو زما دا ټول کار د یو وطن ساتونکي جنګیالي له یوې ورځې قرباني زیات نه وو، ځکه هغوی له ځانه تیریدل.
      کارونه مې په پوهنه کې اغیزناک وو، او که ما پیل کړي کارونه نورو وزیر صاحبانو ودرولي نه وای او یا اوس دوام ورکړل شي، د راتلونکو شل کلونو لپاره له خپلو ملګرو سره موږ یو بسټیز اساس ایښی دی.

  2. قدرمن متخصص صاحب وعلیکم السلام
    مهربان یاست ، تاسې ډیر مناسب وخت کې زما پوښتنې ته ځواب ویلی . دې کې شک نشته چې دا ګام دې دلیکوالی یوه نښه ده زه دامنم . خو زه حیران دې ته شوم چې له دومره تعلیمی اسنادو جمع ماستری جمع کاری تجربه جمع یونیسف او نور …… نوبیا په کوم ظرفیت او امتیاز له دوه محتکرو وطن پلرونکو سره یو ځای شوې ایا کومو ټولنیزه علومو او یادسیاسی علوم مولفې تاته ددې اجازه درکوله چې موږ یې نه پېژنو؟کرزی بیسواد وه اوغنی لیونی ! داچې دناتو به یابو سپاره ول داکوم کمال نه وه.
    سعدی وایی : همه کارم زخود کامی ببد نامی کشید اخر نهان کی ماند رازیکه کزو سازند محفلها ایا یو متخصص په کوم منطقی دریځ له حمدالله، اسدالله، امرالله، روح الله ،فضلی او …..یوخای کار کول خیانت نه وه دغه عام وژنه ، توغندی ، بدمرغی ، روزانه د۳۵۰ شاوخواکې بې ګناه کسان تا نه لیدل؟ که داهم دمجهولاتو یو څنډه وه او که ښکر لرونکې معادله چې یو متخصص یې نشی تشخیص کولای او کم راځی دلته دعام تعریف کوم قاموس کې زه ولټوم ؟
    راځو دتېر نن اوسبا وېش ته:
    دعمر (رض) ویناده،کله چې سبا راپاڅې نو دماښام انتظار مه کوی ځکه ستاسې همدغه نن ورخ ده پوهان هم په تېر پسې دومره نه ګرځی خو زموږ ککړ تور اوتیاره چې دعفوې وړتیا یې نه لرله«« تېر»» یوڅه احصایه ، محاسبه او log in غواړی چې حساب تصفیه شی دغو کسانو دچا اولس ډوله غوښه په ارګ کې خوړلې ده او ورسره یې عام وژنې هم کړی دی ؟داکه تاسی نه منی نو دابه ستر عیب وی.پښتو کې متل دی وایی :چې توکړې لاړې نه راګرخی! مګر هیهات ددې شهید او بی دفاع ولس په تباهیو.
    په حدیث شریف کېراخی ، هره ورځ چې لمر راوخیزی نو ورځ دا اعلان کوی« که نن کوم ښه کار کولی شی نو وییی کړه، ځکه چې نن بیابیرته نه راخم»
    ما دضرابی په مجازی بروګرام «صفحه بین المللی سیاست افغانستان» کې تاسې ولیدی. ضرابی فتوا ورکوی چې زما پروګرام کوم سیاست اوډلی ته منسوب نه دی حال داچې عنوان یې په همدې نوم نغارې وهی.

    • د افغانستان جگړه پیچلې وه. په دغسې وختونو کې د یو هېواد یا ملت ټول خلک جګړه نه کوي یا یې نه شي کولی. ځینې علمي او اداري کار کوي او ځینې ټولینیز کارونه او تجارت کوي.
      دوهم دا چې ټول شیان مطلق سپین او یا تور نه وي، نور رنګونه هم ورسره ملګري وي. کرزي صاحب او اشرف غني د ټولو سیاسي مشرانو په څېر خپل مثبت او منفي ټکي لرل او لري یې. د کار پر نتیجو به یې تاریخ قضاوت وکړي. په نظام کې هم ښه، متوسط او بد خلک وو. ټول بد نه وو.
      زه هم د داسې جګړې پلوی نه وم چې هر ورځ پکې درې سوه افغانان وژل کېدل، که یو هم پکې وژل کېدای زه به یې مخالف وای. ما له خپلو مخلصو ملګرو سره د سولې لپاره هم تر خپله وسه کار کاوه. افغان مشرانو او د لوړې سویې بهرنیانو ته مو واضح وړاندیزونه ورکړي وو چې په جګړه کې د هیچا خیر نه دی. خیر په سوله کې دی.
      چې د شدیدې جګړې او بیلتون دا دوړې لږې کښیني، بیا به په سړو مغزو د تېرو ۴۵ کلونو د ستونزو، بریاوو، فرصتونو او ماتو ټول جاج واخلو او داسې دقیق تحلیل به یې وکړو چې د راتلونکو نسلونو لپاره ګټور درسونه ترې راووځي.
      اوس دې خدای پر افغانانو رحم وکړي چې اتحاد او اتفاق ته راشي او خپل کور پخپله اباد کړي. مننه.

  3. ستا بحث سوله ایزه اړخ لری ستا لیکنه هرچاته روښانه ده خو وبښه زه تاسره دمثبت او منفی ، کرزی اوغنی، دکړکیچ په پیچلتوب او رنګونو په موجودیت کې موافق نه یم .
    زه نه وایم چې څومره تعلیمی اسناد لرم یا مې کومو پوهنتنونو کې لوست کړی القاب مې هم نه خوښیږی خو زړه مې په دې هېواد ډیر خپه کیږی. یو متخصص چې یوه نظام کې دپوهنې وزیر خو یوازې پاتې کیږی داستره فاجعه ده!
    زه ډیر متاسف یم چې نور وزیران مو بهر کې کراچۍ چلوی خودابحث وخت غواړی هیله کوم چې کله له نږدې تاسره ددې اجندا په سر بحث وکړم دا به ستر غنیمت وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب