جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړوي

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۳مه) د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې د لسګونو زرو هغو افغانانو لپاره د ایستلو مرکزونه جوړ کړي چې غیرقانوني یې بولي او د روان اکتوبر تر پایه یې له پاکستان څخه د وتلو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د دې ډول مرکزونو د جوړولو پرېکړه د نوومبر تر لومړۍ کابو یوه اوونۍ مخکې کړې چې له پاکستان څخه د شاوخوا یو میلیون او ۷۰۰ زره کډوالو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په څلور واړو صوبو کې؛ خیبرپښتونخوا، بلوچستان، پنجاب او سند کې به د اخراج ځانګړي مرکزونه جوړ شي.

په پنجاب او سند کې نیول کېدونکي افغانان به په راولپنډۍ او کراچۍ کې توقیف ځایونو ته وړل کېږي.

خیبرپښتونخوا به د ایستلو یا اخراج دوه مرکزونه لري، چې یو به په نوښار کې او بل د پېښور په څمکنۍ کې وي.

بلوچستان ایالت به د ایستلو درې مرکزونه لري، چې یو به د دغه ایالت په مرکز کوټه کې وي او دوه نور به په پښین او کلاسیف الله کې وي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دا نوی پلان ځايي مسوولانو، پولیسو، څارنوالانو او د محبسونو چارواکو ته صلاحیت ورکوي چې غیرقانوني افغان کډوال ونیسي او له پاکستانه یې وباسي.

که څه هم پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې افغان کډوالو په ناامنیو کې لاس لري خو باوري راپورونه ښيي چې پاکستان غواړي په دې توګه د افغان طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د ټي ټي پي پر ضد په جګړه کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

خو افغان طالبانو ویلي چې دوی له ډیورند کرښې هغې خوا ته د پاکستاني طالبانو پر ضد په جګړه کې له پاکستاني چارواکو سره مرسته نه شي کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب