جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو...

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر تازه څرګندونې

 تاند(چهارشنبه، د میزان ۳مه) د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینټ، د دغه هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه تازه څرګندونې کړي دي.

د هغه په وینا، دطالبانو ځپونکو اقداماتو او تګلارو د بشري حقونو وضعه ډېره خرابه کړې او په دې سربېره افغانستان له یو لړ نورو ننګونو سره هم مخ دی چې پکې روان بشري او اقتصادي ناورین، وروستۍ مرګونې زلزلې او له بهره د افغانانو ډله ییز جبري راستنېدل شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې په افغانستان او سیمه کې د لا زیاتو کړاوونو او احتمالي بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره بیړني اقدام ته اړتیا ده.

ښاغلي بنېټ په خپل بیان کې یو وار بیا له زده کړو د افغان نجونو په محرومولو نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له ده چې طالبانو په وار وار د نجونو د زده کړو بندیز موقتي بللی خو په دې برخه کې يې پرېکنده ګام نه دی اخیستی.

ریچارډ بنېټ په عین حال کې د طالبانو له واکمنو چارواکو مننه وکړه چې افغانستان ته په سفر کې یې له ده سره همکاري کړې او په دوامداره توګه یې ډیالوګ ورسره کړی دی.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو څه موده مخکې یې ویاند ذبیح الله مجاهد د ریچارد بېنټ د کاري دورې د غځول کیدو مخالفت کړی او ویلي و چې هغه د دوی مخالف دی.

1 COMMENT

  1. ملل متحد نه بلکه د سی ای ایې یوه څانګه افغانستان کښی امن ده او ستا جاسوس دا راپور بلکل حقیقت نلری که تاسو بشر حقوقو پالونکی یاست نو دفلسطین حالت ته پام وکړی
    مخکی زه هم د طالب دکړنو مخالف وم خو اوس طالب حقیقت وایی هیڅ څوک اجازه نلری چی د افغانستان په کورنی مثلو بحث وکړی دا د افغانستان دخلکو تصمیم ده نه د بهرنیو هغه مهاجرین چی له پاکستان څخه په زور ایستل کښی طالب باید ورته پام وکړی او له ځوانی طبقی څخه یې یو مزبوط اسلامی فوځ جوړ کړی بیا هغوی دخپل.وطن په مینه پوهیږی او دښمن سره ډیره ښه معامله کولی ښی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب