پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد برېتانوي سرتېرو لخوا د افغان ملکیانو د وژلو په تړاو د...

د برېتانوي سرتېرو لخوا د افغان ملکیانو د وژلو په تړاو د څېړنو دوام

 تاند(چهارشنبه، د میزان ۳مه) د برېتانیا د پوځ لوی درستیز امیرالبحر ټوني رادکین وايي چې په افغانستان کې د دوی سرتېرو له خوا د ملکي وګړو د وژنو د ادعاوو په اړه د څېړنو بشپړ ملاتړ کوي.

 رادکین پرون د دې قضیې په تړاو موظفې کمېټې د ځواب ویلو پر مهال ویلي د دفاع وزارت ټوله مشرتابه د دې څېړنو ملاتړ کوي.

د برېتانیا د دفاع وزارت له خوا موظفه شوې کمېټه هغه ادعاوې څېړي چې وايي، د برېتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ لسګونه بې ګناه ملکي افغانان چې ماشومان هم پکې وو وژلي دي ،په داسې حال کې چې هغوی دې سرتېرو ته هېڅ راز امنیتي ګواښ نه وو پېښ کړی.

په دې ادعاوو کې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د هغې کورنۍ د نهو غړو وژنه په داسې حال کې چې ویده وو، هم د بېلګې په توګه یاده شوې ده.

د طالبانو چارواکو او یو شمېر افغانانو د دغو پېښو او نورو ورته هغو د واقعي څېړنو غوښتنه کړې او د ځواب ویلو ټینګار یې کړی.

پر برېتانیا سربېره، په افغانستان کې د ګڼو نورو هېوادونو سرتېري هم د پوځي ماموریت پر مهال په ورته جنایتونو تورن شوي.

له دې سره، یو شمېر افغانان وایي تر هغې چې په افغانستان کې دننه د جنګي جنایتکارانو قدرت او سیاست ختم شوی نه وي او دوی په پرله پسې ډول واکمنان وي، ستونزمنه ده چې له بهرنیو سرتېرو د دوی د وینو پوښتنه وشي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب